د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

په خپل دفتر کې د ننګرهار د یوه سوداګر وژل کیدل؛ سوداګر او چارواکي څه وایي؟


د افغانستان د سوداګرۍ خونې لوګو- له ارشیفه
د افغانستان د سوداګرۍ خونې لوګو- له ارشیفه

په ننګرهار کې د یو سوداګر وژل کېدو د افغان سوداګرو ترمنځ وېره زیاته کړې ده.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې د برخې مرستیال او سوداګر اغا محمد رودوال تېره ورځ په جلال اباد ښار کې د نامعلومو کسانو له لوري په خپل دفتر کې په مرموز ډول ووژل شو.

که څه هم په ننګرهار کې د طالبانو حکومت د امینه قومنداني ویاند رئیس زابلي ازادي راډیو ته وویل چې د پېښې سره د تړاو په تور یې یو تن نیولی، خو یو شمېر افغان سوداګر د طالبانو له حکومته غواړي چې د دغه ډول پېښو مخه ونیسي.

د شمس الرحمان نیازي په نوم د رخت یوه سوداګر ازادي راډيو ته وویل چې پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ او دغه شان د تېر جمهوري حکومت په وروستیو کې د ناامنۍ د زیاتېدو له امله ګڼو افغان سوداګرو خپلې پانګې وویستي خو هغه چې پاتي دي، د ده په خبره که په وړاندې یې د ناامنۍ پېښې زیاتیږي ښايي دوی هم خپل هیواد پرېږدي.

نیازي ازادي راډیو ته وویل:

"که حکومت د دغه ډول پېښو عاملین ونه نیسي او سوداګرو ته د امنیت ډاډ ورنکړي نو زه فکر کوم له دې مخکې هم له افغانستانه سوداګرو خپلې پانګې ویستي دي او له دې وروسته به یې هم وباسي چې دا به د افغانستان د اقتصاد لپاره یوه بله ضربه وي."

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي د طالبانو د حکومت امنیتي ارګانونه باید د یاد وژل شوي افغان سوداګر د وژنې قضیه په هر اړخیز ډول وڅيړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی

د دې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي ازادي راډيو ته وویل، که څه هم پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل وروسته د سوداګرو په وړاندې د ناامنۍ پېښې کمې شوي، خو د نوموړي په خبره د دغه ډول پېښو په کېدو د سوداګرو ترمنځ ویره زیاتیږي.

الکوزی وایي:

"واقعا دا ډېره بده پېښه وه، د رامنځته کېدو عوامل یې په دقیق ډول نه دي معلوم، زه هیله مند یم چې د دغه ډول پېښو مخنیوي وشي، تر څو سوداګر ونه ډار شي چې په خپلو دفترونو کې په قتل رسیږي."

د وژل شوي سوداګر د کورنۍ غړي وايي چې هغه له هیچا سره شخصي ستونزه نه درلوده او دوی د دغه پېښې د رامنځته کېدو په عواملو نه پوهیږي.

د وژل شوي سوداګر د کورنۍ یو غړي حاجي پتنګ ازادي راډيو ته وویل:

"هغه هیچا سره یې بدي او دښمني نه لرله، موږ نه پوهیږو چې ولې، موبایل یې هم ترې وړی او په خپل دفتر کې یې شهید کړی دی، تر ماښامه پرې هیڅوک نه و خبر بیا وروسته یې چې ورونه دفتر ته ورغلي دي هغه هلته پروت و."

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره له افغانستانه د پانګې د ویستو خبرونه هم ډېر شوي
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره له افغانستانه د پانګې د ویستو خبرونه هم ډېر شوي

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل وروسته او د تېر جمهوري حکومت په وروستیو کې د ناامنۍ د زیاتېدو له امله ګڼ افغان سوداګر له دې هېواده ووتل او خپلې پانګې یې نورو هېوادونو؛ په ځانګړي ډول ایران، پاکستان، ترکیې او متحده عربي اماراتو ته انتقال کړې.

که څه هم د طالبانو حکومت افغان سوداګرو ته په وار وار د امنیت د خوندیتوب ډاډ ورکړی، خو د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې خبر ورکړ چې په افغانستان کې د افغان سوداګرو د اختطاف پېښې زیاتې شوې دي.

د دې خونې مسولینو هغه مهال ازادي راډيو ته ویلي وو چې په دوه میاشتو کې د کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې دیارلس سوداګر تښتول شوي دي.

د دې خونې د معلوماتو پر بنسټ، په تښتول شویو سوداګرو کې صرافان او د موټرو او درملو کاروباریان شامل وو.

XS
SM
MD
LG