د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

د افغانستان په اړه د بایډن پرېکړه کونړ، ارزګان او خوست کې د مظاهرو لامل شو


کونړ کې مظاهرې
کونړ کې مظاهرې

د افغانستان د کنګل شوې زېرمې د خوشې کیدو په اړه د جمهور رییس بایډن د پرېکړې وروسته، په افغانستان او خپله امریکا کې پراخ منفي غبرګونونه راپورته شول او دا پانګه یې د افغانستان د ملت حق وباله چې نه‌باید په دې ډول وپاشل او ووېشل شي.

له دې ډلې په کونړ، خوست او ارزګان کې لاریونونه وشول او د جو بايډن وروستۍ پرېکړه یې ظلم او له نړیوالو اصولو خلاف عمل وباله.

  • کونړ

د کونړ په مرکز اسعداباد کې په لسګونو صرافانو او نورو کسانو د افغانستان د کنګل شوي نږدې لس میلیارډه پانګې د خوشې کولو په ملاتړ او د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن د پرېکړې پرخلاف لاریون کوونکو ویل، د ولسمشر بایډن وروستۍ پرېکړه ظلم او له نړیوالو اصولو خلاف عمل دی.

لاریونوالو ویل، د ۱۱م سېپټمبر پېښه کې هېڅ افغان لاس نه درلوده او نه هم برید کوونکي افغانان وو.

د صرافانو ټولنې یو تن غړي ذبیح الله صاحب الحق لاریون کوونکو ته په خبرو کې وویل: "جو بایډن او د هغه انډیوالانو د خپلو ماتو او اشتبهاتو پړه پر افغانانو اچوي او په دې وسیله غواړي په جګړو کې د ځپل شوي ملت پانګه په زور او بېلابېلو نومونو له منځه یوسي."

د لاریون یو بل ګډونوال مولوي ضیاالرحمن الله ازادي راډیو ته وویل: "د بایډن پرېکړه د امریکا له قانونه مخالفت دی او په نړیواله کچه غندل شوې. افغانان له ولسمشر بایډن څخه غواړي چې خپله کړې فیصله دې بېرته واخلې."

لاریونوالو یو پریکړه لیک هم ترتیب کړی و چې په کې راغلي وو، افغانستان د هېچا په کورنیو او اقتصادي چارو کې لاس وهنه نه کوي او له نورو هم غواړي چې له دغه ډول کړنو ډډه وکړي.

  • خوست

هاخوا خوست کې هم لسګونو صرافانو د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې په امریکا کې د افغانستان د کنګل شوېو پیسو د برخلیک په اړه د ولسمشر جو بایډن وروستۍ پرېکړه ظالمانه وبلله.

دوی وویل، امریکا کې کنګل شوې پیسې افغان ولس پورې اړه لري او امریکا دې یادې پیسې د افغانانو په اختیار کې ورکړي.

خوست کې اعتراضیه ناسته
خوست کې اعتراضیه ناسته

د افغانستان د کنګل شوېو شتمنیو د خوشې کېدو لپاره د طالبانو د حکومت له پرله پسې غوښتنو وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن د فبروري په ۱۱مه د یوه فرمان په اساس حکم وکړ چې دا اووه میلیارد ډالره دې دوه برخې شي، نیمايي دې د سېپټمبر د ۱۱ مې د قربانیانو کورنیو ته ځانګړې شي او پاتې دې په افغانستان کې پر بشري مرستو ولګول شي.

په سویل ختیځ زون کې د صرافانو د اتحادیې مشر نظیف الله ورین ازادي راډیو ته وویل، هېڅ حکومت، شخص او بنسټ د دې حق نه لري، چې د افغانانو شتمني په خپلو خلکو ووېشي.

نوموړي غوښتنه وکړه چې د ملګرو ملتونو د اصولو په رڼا کې دې، په امریکا کې د افغانستان کنګل شوې اسعاري زېرمه د افغانستان بانک ته ولېږدول شي، څو د افغانانو ستونزو ته پام شوی وي.

د صرافانو د اتحادیې یو غړي محمدرحمان حیدري وویل، که د امریکا د ولسمشر د پرېکړې له مخې د افغانانو شتمني زیانمنه شي، نو دا کار او عمل به د دې ملت په ذهن کې تل ظالمانه ولیکل شي.

په خوست کې صرافان وايي چې په امریکا کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د برخلیک په اړه د ولسمشر جوبایډن وروستۍ پرېکړې د دې هېواد په اقتصاد، د افغانیو په ارزښت او نورو برخو باندې منفي اغېزه کړې ده.

  • ارزګان

په ورته وخت کې په ارزګان کې هم لسګونو کسانو د امريکا د ولسمشر جو بايډن د هغې پرېکړې پر ضد لاريون وکړ چې د افغانستان د کنګل شوې بودجې په اړه يې پرېکړه کړې.

د دغه خلکو شمېر چې لسګونو ته رسېده چې ډېره برخه يې صرافان وو، نن د ترینکوټ ښار واټونو ته راوتلي وو او د امریکا له ولسمشره يې غوښتنه کوله چې خپله پرېکړه دې بېرته واخلي.

ارزګان کې مظاهرې
ارزګان کې مظاهرې

د لاريون کوونکو له ډلې حاجي ناني او عبدالغني وويل: "دا پیسې د افغانستان د خلکو دي، نه د حکومت، نو په کار ده چې د افغانستان شتمني ثابته وساتل شي، موږ د امريکا د ولسمشر جوبايډن پرېکړه غندو، دغه پیسې د مظلومو افغانانو حق دی.

-دغه پیسې د عامو افغانان پیسې دي او زموږ ملي شتمني ده، د امريکا دغه ډول ظلم ته په هېڅ قانون کې اجازه نشته، موږ به خپلو دغه ډول سوله یيزو لاريونونو ته دوام ورکړو."

د لاريون نورو ګډونوالو بیا پر نړيوالو بشرپالو سازمانونو سختې نيوکې وکړې او زياته يې کړه چې نړيواله ټولنه د جوبايډن پر دغه پرېکړه چوپه خوله پاتې دي.

لاريون کوونکو وويل، که امريکا د افغانستان کنګل شوې شتمني افغانانو ته ورنه کړي، دوی به خپلو دغه ډول اعتراضونو ته دوام ورکړي او کاري بنديز به وکړي.​

XS
SM
MD
LG