د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

د بایډن پرېکړې پرضد د صرافانو او پولي خدمتونو د سرتاسري شورا د غړو مظاهره


کابل کې د صرافانو او پولي خدمتونو د سرتاسري شورا د غړو مظاهره
کابل کې د صرافانو او پولي خدمتونو د سرتاسري شورا د غړو مظاهره

په کابل کې د صرافانو او پولي خدمتونو سرتاسري شورا د افغانستان د کنګل شوېو پېسو د غیرعادلانه وېش په تړاو د امریکا د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې اعتراض وکړ.

لاریون کوونکو په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر مخې ته په یو غږ سره د امریکا وروستۍ پرېکړې وغندله او ویې ویل چې د امریکا ولسمشر باید د افغانانو حق د غرامت په ډول د سېپټمبر ۱۱مې پېښې قربانیانو ته ور نه کړي.

د صرافانو د ټولنې مرستیال حاجي دادګل یې په اړه: "دغه لاریون د صرافیو له مرکزه پیل د ملګرو ملتونو د دفتر مخکې ته او د قطر سفارت مخې ته چې د امریکا د ګټو ملاتړی دی، ترسره شو، زموږ غوښتنه په دې لاریون کې دا و چې د جو بایډن وروستۍ فرمان یو غیرعادلانه فرمان دی او باید د افغانستان کنګل شوې زېرمه بېرته د افغانستان مرکزي بانک ته ورکړل شي."

د صرافانو او پولي خدمتونو سرتاسري شورا د یو پنځه ماده ییز پریکړه لیک په صادرولو سره له ملګرو ملتونو، نړیوال بانک او نورو نړیوالو ملاتړو بنسټونو غوښتنه وکړه چې د افغانستان د پېسو د بېرته راګرځېدو برخه کې دې ځانګړې پاملرنه وکړي.

دوه معترض صرافان شفیق او یوسف یې په اړه وايي: "نن د شهزاده سرای دروازه بنده ده، موږ هم راټول شوي یو او غواړو چې د امریکا جمهور رییس د خپلې پرېکړې په اړه بیا فکر وکړي، د افغانستان پېسې باید بل چاته ورنه کړل شي.

-موږ ټول نن دلته راټول شوي یو او زموږ دغه لاریون به د یوناما دفتر پورې دوام وکړي."

د امریکا د جمهور رییس جو بایډن د پرېکړې له مخې د افغانستان د کنګل شوېو پېسو ۷ میلیارډو ډالرو کې نیم هغه یې د سېپټمبر د ۱۱مې پېښې قربانیانو ته او پاتې نیمې نورې به یې په افغانستان کې بشري مرستو ته ورکړل شي.

د بایډن دغه پرېکړه په افغانستان کې دننه او په خپله امریکا کې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمهور رییس بایډن پرېکړې ته په توجیې کې ویلي، دا ۳،۵ میلیارډه ډالره به هغه مهال د سېپټمبر۱۱مې پېښې قربانیانو ته ورکول کېږي چې د امریکا فدرال محکمه په دې اړه پریکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG