د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

ځینې مشتریان: خصوصي بانکونه د 'افغانستان بانک' په نوې پرېکړه عمل نه کوي


ارشیف: په افغانستان کې د عزیزي بانک مرکزي دفتر
ارشیف: په افغانستان کې د عزیزي بانک مرکزي دفتر

د خصوصي بانکونو ځینې مشتریان وايي، دا بانکونه د طالبانو تر کنټرول د افغانستان بانک په نوې پرېکړه عمل نه کوي.

د هرات ولایت یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وايي، په عزیزي بانک کې حساب لري، خو په وینا یې اوس هم له خپل حساب څخه د پیسو اخیستلو پر مهال له ستونزو سره مخ دی.

هغه وویل: "څه وخت کېږي چې د اوونۍ ۳۰ زره افغانۍ ورکوي، موږ چې د برق بېل درلود، ورغلو چې دا بېل واخلئ او پیسې زموږ له حساب څخه وګرځوئ، ویل یې نه کېږي، تاسې اوونۍ په اوونۍ راشئ. اضافه پیسې نه شو درکولای، دا اوس هم د اوونۍ ۳۰ زره افغانۍ ورکوي او ډالر هم درته افغانۍ کوي. په هره بیه یې چې زړه وغواړي، په هماغه بیه ډالر دوی افغانۍ کوي."

په افغانستان کې یو خصوصي بانک
په افغانستان کې یو خصوصي بانک

یو بل افغان په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "اوس هم عزیزي بانک او اسلامي بانک په اوونۍ کې سل ډالره ورکوي چې هغه هم هره اوونۍ نه، بلکې په دوو اوونیو کې یې یو ځل ورکوي. پرون عزیزي بانک ته ورغلی وم، هغوی ته مې د افغانستان بانک د پرېکړې په اړه وویل، خو هغوی ویل چې د افغانستان بانک دروغ وايي، موږ ته پیسې نه راکوي او د خلکو سترګو ته خاورې ور شیندي. کله چې موږ ته پیسې رانه کړي، موږ خلکو ته څه ورکړو؟"

د ازادي رادیو خبریال وغوښتل چې په دې اړه د عزیزي بانک د یوه مسوول نظر هم ولري، خو بریالی نه شو.

د کابل اوسېدونکې زینب هم وايي، له بانکونو څخه د پیسو اخیستلو پر مهال د شته ستونزو له امله اوس خپل بانکي حساب ته پیسې نه ډېروي.

هغې وویل: "کله چې عاجل پیسو ته اړتیا ولرو او له ستونزو سره مخ شو، تر هغو چې خپلې پیسې رااخلو، له ډېر جنجال سره مخ کېږو. بانکونه هم زموږ پیسې پوره نه راکوي. مجبور یو چې هر ځل لږ اندازه پیسې واخلو او د نورو لپاره بیا ورشو. په همدې خاطر اوس په بانکونو کې خپلې پیسې نه ږدو."

دا شکایتونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک د وري یا حمل میاشتې په ۱۵مه نېټه اعلان وکړ چې د خصوصي بانکونو مشتریان له دې وروسته کولای شي په اوونۍ کې ۵۰ زره افغانۍ یا ۶۰۰ ډالر له خپلو بانکي حسابونو واخلي.

د ازادي راډیو خبریال د بانکونو د مشتریانو د انتقادونو په اړه د طالبانو په واک کې د افغانستان بانک له ویاند حسیب الله نوري څخه هم وپوښتل، خو نوموړي د راپور تر خپرېدو پورې پوښتنې ځواب نه کړې.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته له دې امله چې بانکونه بې پیسو نه شي، له بانکي حسابونو څخه د پیسو په ایستلو محدودیتونه ولګول، خو د طالبانو تر کنترول لاندې د افغانستان بانک بیا په وروستۍ اعلامیه کې د دې محدودیتونو د کمېدو خبر ورکړ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG