د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

د بانکونو ستونزې؛ یو تن پکتیا میشتی: دومره پیسې نه لرم چې ډوډۍ پرې وخورم


بانک ته ولاړ خلک
بانک ته ولاړ خلک

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې څوارلسمه نېټه، هغه ورځ چې طالبانو د پکتیا مرکز ګردېز ښار ونیو چې له دې نیټې پوره ۲۴ ورځې تیریږي، خو لا هم په پکتیا کې دولتي او خصوصي بانکونه نه دي پرانېستل شوي.

دغې چارې خلک او د پکتیا د اوسیدونکو ورځني کارونه له ډېرو ستونزو سره مخ کړي.

دوی د پکتیا له ځایي طالب چارواکو غواړي چې د بانکونو له مسؤلینو سره یوې هوکړې ته ورسېږي، څو د خلکو د ستونزو د راکمولو لپاره دولتي او خصوصي بانکونه خپلې دروازې پرانیزي.

د پکتیا اوسیدونکی احمدالله احمدي ازادي راډیو ته وویل: "دا اوس هم زه د بانک مخې ته ولاړ یم، خو بانک بند دی، تقریباً پنځلس ورځې کېږي هره ورځ راځم چې معاش مې واخلم خو نه یم توانیدلی، له خلکو مې په پور پیسې اخیستي، زما په څېر د پکتیا نور اوسیدونکي، کارمندان او پانګه وال ټول ستونزو سره مخ یو."

د پکتیا بل اوسیدونکی ګل پرواز وایي: "زه له اریوب ځاځیو ولسوالۍراغلی یم، جېب کې یوه روپۍ نه لرم بانک مخې ته پروت یم، دومره روپۍ نه لرم چې ډوډۍ پرې وخورم بانک وایي، نن خلاصیږي سبا خلاصیږي، خو تر اوسه نه دی خلاص شوی، مجبور یو چې بازار کې سوال وکړو."

د بانکونو د بندېدو له امله خلکو ته د ورپېښو ستونزو تر څنګ د یو شمېر دولتي ادارو نه فعالېدو هم د خلکو ستونزې ډېرې کړي دي.

دوی د پاسپورټ او د پېژندپاڼو یا د تذکرو دفترونه د بېلګې په توګه یادوي چې فعالیدو ته یې په بې صبرۍ سترګې په لاره دي.

د پکتیا مرکز ګردیز
د پکتیا مرکز ګردیز

د عید محمد په نوم یو ځوان وایي، کور کې د سرطان ناروغۍ یو ناروغ لپاره د پاسپورټ جوړولو بېړنۍ اړتیا لري، خو دا مهال له نامعلوم برخلېک سره مخ دی.

په پکتیا کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته د طالبانو له لوري ور پېژندل شوي رئیس خالق یار احمدزي ازادي راډیو ته وویل چې دې ولایت کې ګڼې ادارې فعالې شوي او د پاتې نورو ادارو د فعالېدو لپاره هم کار روان دی.

ده وویل: "پکتیا کې د بانکونو مسؤلینو ته خبردارۍ ورکړل شوی چې خپلې څانګې خلاصې کړي او دا موضوع به یو ځل بیا مسؤلینو سره شریکه کړو، پاتې شوې ادارې ځینې محدودې ادارې پاتې دي چې مسؤلین نه دي ورته ټاکل شوي په هغوی غور یعنې فکر روان د یاو د پاسپورټ، تذکرې کارونه خو په مرکز پورې اړوند دي، هلته چې شروع شي، دلته به هم مهاله پیل شي."

احمدزی په پکتیا کې د یو شمېر ادارو د نه فعالیدو لاملونه په داسې مهال د مرکزي ادارو په فعالیدو پورې اړوند بولي چې طالبانو درې ورځې وړاندې او د کابل له نیولو درې اونۍ وروسته خپله کابینه اعلان کړه.

XS
SM
MD
LG