د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

نړیواله ټولنه له محتاجو کسانو سره د مرستې لپاره افغانستان ته 'نغدې پیسې' لېږي


ارشیف، افغانستان کې یو شمېر خیر غوښتونکې مېرمنې
ارشیف، افغانستان کې یو شمېر خیر غوښتونکې مېرمنې

تمه ده چې نړیواله ټولنه د یوې طرحې پر اساس په افغانستان کې له محتاجو کسانو سره د مرستې لپاره دې هېواد ته نغدې پیسې ولېږي.

له دې طرحې خبرو کسانو روېټرز خبري اژانس ته معلومات ورکړي دي.

دوی ویلي چې دا مرستې اړو کسانو ته په پام کې نیول شوي دي، نه د طالبانو د مالي ملاتړ لپاره.

د دې پلان هدف دا دی چې په افغانستان کې د اقتصادي پاشلتیا د مخنیوي لپاره عامو خلکو ته پیسې ورکړل شي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور پر اساس، اړو کسانو ته پیسې د بانکونو له لارې ورکول کېږي او هر کس ته به څه کم ۲۰۰ ډالره ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې لا هم د بانکي سیستم فعالیت بشپړ عادي شوی نه‌دی او ډېری خلک په تېره بیا په کابل کې د خپلو معاشونو او امانتونو د ایستلو لپاره بانکونو ته په اوږدو کتارونو کې ولاړ وي.

کابل کې د یوه خصوصي بانک مخ ته د خلکو کتارونه
کابل کې د یوه خصوصي بانک مخ ته د خلکو کتارونه

د پکتیا ولایت اوسېدونکی حسیب او د کابل اوسېدونکی بسم‌الله همدرد وايي: "خلکو بانکونو ته پیسې ورکړي چې د ضرورت په وخت کې یې واخلي. اوس بانکونه یو چا ته، که ملیونونه افغانۍ یا ډالر هم ولري په اوونۍ کې ۲۰ زره افغانۍ ورکوي. که هر څومره سخت صرورت ولري تر دې ډېرې نه‌درکوي. دې ته به هم په اوږدو کتارونو کې درېږې."

"پر اوږدو کتارونو سربېره نور مشکلات هم ډېر دي. د پیسو ورکړه هم شفافه نه‌ده."

د اګسټ په ۱۵مه پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته بانکونه بند شول او له څو اوونیو وروسته په دې ښار کې د بانکونو کار نیم نیمګړی بیا پیل شو.

دوو بهرنیو چارواکو چې روېټرز یې نومونه نه‌دي څرګند کړي، دغه خبري اژانس ته ویلي چې مرستندوی هېوادونه پر دې سربېره چې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د هوا له لارې پیسې افغانستان ته لېږي، غواړي چې د پیسو یو صندوق جوړ کړي چې له هغه څخه معاشونه ورکړي او ښوونځي او روغتونونه پرانیستي پاتې شي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته د افغانستان بانک څه باندې نهه‌نیم میلیارد ډالره د امریکا په بانکونو کې کنګل شول چې طالبان‌یې نه‌شي ترلاسه کولای.

کابل کې یو شمېر وسله‌وال طالبان
کابل کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

د افغانستان د دولتي ادارو کارکوونکو له نږدې درې میاشتو راهیسې معاش نه‌دی ترلاسه کړی.

ډېر شمېر افغانان محبوره شوي چې د خوړو او نورو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د کور وسایل وپلوري. ځیني نور بیا د دې لپاره د کور سامانونه پلوري چې بهر ته لاړ شي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې لږ تر لږه ۱۴ ملیونه افغانان له شدیدې لوږې سره مخامخ دي.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام رئيسې مري الن مک ګروتي ویلي چې د افغانستان اقتصاد به د نغدو پیسو د بحران له کبله وپاشل شي.

په همدې حال کې روېټرز د یوه جګپوړي ډیپلومات په قول ویلي چې اوس پر دوو لارو غور روان دی چې پر اساس‌یې د افغانستان اقتصاد ته نغدې پیسې تزریق کېدای شي.

د دغه ډیپلومات په وینا، یوه لار دا ده چې د خوړو نړیوال پروګرام نغدې پیسې په مستقیم ډول خلکو ته ورکړي چې خوراکي مواد پرې رانیسي او دوهمه لار دا ده چې د ملګرو ملتونو او نورو مؤسسو د کارکوونکو معاشونه د بانکونو له لارې ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG