د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۷

د توکو لوړې بیې؛ چارواکي: سوداګر دواړو 'حکومت او طالبانو' ته مالیه ورکوي


ارشیف، د کاب په مندوی کې د خوراکي توکو یو هټۍ
ارشیف، د کاب په مندوی کې د خوراکي توکو یو هټۍ

د طالبانو له لوري د ٧ مهمو بندرونو په کنټرول سره، خلک د خوراکي او سونګ توکو له لوړې بیې شکایت لري.

٢٢کلن محمود چې کندهار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سېمه کې ژوند کوي وایي، د خوراکي او سونګ توکو بیې په بې ساري ډول لوړ شوي دي.

نوموړی چې د یوې اته کسیزه کورنۍ مشري زیاتوي: "پخوا به کار پیدا کېده، خو اوس کارونه په ټپه ولاړ دي، زه ورځنۍ مزدوري کوم، کله کار پیدا شي کله نه، مرستندویه موسسې هم تړل شوي، د شپې چې وخورو ورځې ته حیرانه یو، له بلې خوا جګړه ده، خلک له ویرې له کورونو نه شي وتلی."

نوموړی وايي، د توکو بیې دوه برابره لوړې شوي چې بې وزلي کسان یې د پیرلو توان نه لري: "پخوا به یوه قوتۍ غوړي په ٧ یا شپږ نیم سوه افغانۍ وه اوس ١١ سوه او ٦٠ افغانیو ته پورته شوې، له یوې خوا جګړه له بلې خوا د توکو لوړې بیې خلک خورا اندېښمن کړي دي."

د خوراکي توکو د ټولنې مشر فضل رحمان د یکشنبې (د زمري ۱۰مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، پخوا یوه بورۍ اوړه په ۱۵ سوه افغانۍ وه چې اوس یې بیه ۱۷۴۰ افغانیو ته پورته شوې ده.

فضل رحمان وویل، پخوا یوه بورۍ اوړه په ۱۵ سوه افغانۍ وه چې اوس یې بیه ۱۷۴۰ افغانیو ته پورته شوې ده.
فضل رحمان وویل، پخوا یوه بورۍ اوړه په ۱۵ سوه افغانۍ وه چې اوس یې بیه ۱۷۴۰ افغانیو ته پورته شوې ده.

همدارنګه د یو لیټر غوړيو بیه له ۳۶ افغانیو څخه ۶۳ افغانیو ته لوړه شوې ده.

نوموړي وویل، د بیو د لوړېدو یو لامل دا دی چې سوداګر اړ شوي چې دوه ځایه یعنې طالبانو او حکومت ته جلا-جلا مالیه ورکړي.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند د یکشنبې (د زمري ۱۰مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو له خوا د سرحدي بندرونو کنټرول، په قزاقستان کې د اوړو د بیې لوړوالی، د افغانیو پر وړاندې د ډالرو پورته کېدل او روانه جګړه د بیو په لوړېدو کې رغنده رول لري.

د افغانستان د سوداګرۍ خونو فدارسیون هم ویلي، بندرونو کې د ناامنیو له امله د تېر لمریز کال د همدې مودې پرتله په وارداتو کې لس سلنه کموالی راغلی دی.

د دغه فدارسیون مرستیال خان جان الکوزي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې له سوداګریزو مالونو دوه ځایه محصول اخیستل کېږي، یو ځای حکومت او بل ځای یې هم طالبان اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو پر بنسټ په دې وروستیو کې ٧ لوی بندرونه د طالبانو لاس ته لوېدلي چې د افغانستان د مالیې وزارت وايي، له دې سره د دولت په عوایدو کې کموالی راغلی دی.

خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

د مالیې وزارت ویاند رفیع تابع وايي: "د مالیې وزارت دا مهال په اسلام قلعه، تور غونډۍ، ابو نصر فراهي، سپین بولدک، ای خانم، ډنډپټان او شېرخان بندر سرحدي ګمرکونو کې فعالیت نه لري چې دا د دولت په عوایدو هم منفي اغېز لري."

نوموړي وویل د جوزا په میاشت کې حکومت له ټولو ګمرکونو ٧ عشاریه ٣ میلیارده افغانۍ عواید درلودل په داسې حال کې چې د سرطان په میاشت کې ګمرکي عواید ٤ عشاریه ٦ میلیارده افغانیو ته رسیدلي دي.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، دوی د اسلامي امارت د قوانینو پر بنست له خلکو مالیه اخلي او زیاتوالی په کې نه دی راغلی.

په افغانستان کې د جګړو شدت، د ملکیانو مرګ ژوبلې، له کورونو بې ځایه کېدل، بې وزلي، لومړنیو خدمتونو ته د خلکو نه لاسرسی او د خوراکي او نورو لومړنیو توکو د بیو لوړېدو خلک اندېښمن کړي.

خلک له حکومت او طالبانو دواړو غواړي چې جګړه ودروي او سوله وکړي او په ټکو یې که داسې ونه شي روان وضعیت به لوی انساني ناورین رامنځته کړي.

XS
SM
MD
LG