د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۱۷

صرافان: هېواد کې د اسعارو د بدلولو ټول بازارونو خپل فعالیتونه بیا پیل کړل

د شهزاده سرای
د شهزاده سرای

د افغانستان د صرافانو سراسري اتحادیې له درې اونۍ ځنډ وروسته د شنبې په ورځ خپل فعالیتونه له سره پیل کړل.

د صرافانو د سراسري اتحادیې مرستیال حاجي دادګل ازادي راډیو ته وویل چې په ټول هېواد کې د اسعارو د بدلولو ټول بازارونو خپل فعالیتونه له سره پیل کړي دي.

نوموړي زیاته کړه: "په شهزاده سرای او ټول افغانستان کې د صرافۍ فعالیتونه بیا پیل شوي. موږ خپلو اتباعو ته د خدماتو وړاندې کولو ته ژمن یو. په ضمن کې له مرکزي بانک سره په اړېکه کې یو له دوی مو غوښتنه کړې چې د بانکونو نمایندګۍ دې هم خپل فعالیتونه په شهزاده سرای کې پیل کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د درې اوونیو له تیرېدو سره بیا هم ټول هېواد کې خصوصي بانکونه په نورمال ډول فعالیت نه دی پیل کړی، یوازې د ATM دستګاوې په کابل او ولایتونو کې د دې بانکونو په مرکزي دفترونو کې فعال دي.

د افغانستان مرکزي بانک ویلي چې سوداګریز بانکونه دې خپل فعالیتونه د مرکزي بانک له خوا د چمتو شوي طرزالعمل سره سم پرمخ وړي
د افغانستان مرکزي بانک ویلي چې سوداګریز بانکونه دې خپل فعالیتونه د مرکزي بانک له خوا د چمتو شوي طرزالعمل سره سم پرمخ وړي

په هرات ولایت کې د عزیزي بانک مدیر احمد شاه سروري ازادي راډیو ته وویل چې دوی به ډېر ژر زر د بانک فعالیتونو عادي حالت ته را وګرځوي: "اوس مهال د مرکزي بانک د لارښوونو سره سم موږ خپلو مشتریانو ته د ATM له لارې په اوونۍ کې شل زره افغانۍ یا ۲۰۰ ډالر ورکوو، مګر موږ خپل رسميات لا تر اوسه سل په سلو کې نه دي پیل کړي."

د افغانستان مرکزي بانک پرون په یوه بیانیه کې ویلي چې سوداګریز بانکونه دې خپل فعالیتونه د مرکزي بانک له خوا د چمتو شوي طرزالعمل سره سم پرمخ وړي او ژر ده چې بانکونه به د خدماتو وړاندې کولو عادي حالت ته راوګرځي.

د زمري په ۲۴ مه طالبانو ته د کابل تر سقوط وروسته، په ټول هېواد کې د بانکونو او صرافۍ دفترونو فعالیت بند شو چې د هېواد اتباعو ته یې لوی مالي زیان اړولی.

د هېواد ډېری اتباع چې پیسې یې په بانکونو کې بند دي وايي چې دوی ان د خپل ژوند د اولیه توکي پیرلو لپاره پیسې نه لري او د بانکونو او صرافۍ دفترونو فعالیت د بېرته عادي کولو غوښتنه یې کړې.

له بلې خوا ویسټرن یونین په نړۍ کې د پیسو لېږدولو تر ټولو لوی شرکت په یوه اعلامیه کې اعلان کړی چې په افغانستان کې یې خپل فعالیتونه له سره پیل کړي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG