متحده عرب اماراتو ته د طالبانو د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراجالدین حقاني تر سفر وروسته امریکايي چارواکو د نړۍ هېوادونو ته ګوتڅنډنه وکړه.
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر ویلي، هېوادونه باید د طالبانو پر چارواکو د سفر بندیز رعایت کړي.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین پرون چهارشنبه ویلي، روسیه باید په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره خپلې اړيکې عادي کړي.
تر دې مخکې قزاقستان، د تروریستي سازمانونو له لېست څخه د طالبانو د نوم د لیرې کولو اعلان وکړ.
زموږ همکار له پخوانۍ ډیپلوماتې او د چارو له شنونکې نظیفې حقپال د مرکې په پیل کې پوښتنه وکړه، د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر څنګه وتوانېد متحده عرب اماراتو ته لاړ شي او د هغه هېواد له چارواکو سره وګوري؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ: