طالبانو له ترهګرو سره د اړیکو درلودو په تړاو د امنیت شورا راپور رد کړ

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې مخکینۍ غونډې انځور

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت او نورو هېوادونو ته یې د ګواښ په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور ناسم بولي، د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا ادعا کوي چې طالبان غواړي د افغانستان شمال د ترهګرو پر ځاله بدل کړي.

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا د بندیزونو د څارنې او څېړنې کمېټې هغه راپور نه مني، چې په‌کې د القاعده او پاکستاني طالبانو په ګډون ترهګرو ډلو سره د دوی د اړیکو دوام ښيي.

د طالبانو حکومت نن یکشنبه په یوه اعلامیه کې چې رسنیو ته یې استولې د امنیت شورا راپور یو اړخیز، نامتوازن او له واقعیته لېرې بللی.

د طالبانو بیرغ

په دې اعلامیه کې د طالبانو د مشرانو ترمنځ اختلاف، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون فعالیت او ازادي، د نشه‌يي توکو په تولید او قاچاق کې د طالب مشرانو لاس لرل، د صلاحیتونو انحصار او په حکومت کې د ټولو قومونو نه‌شتون او نور، بې‌بنیاده او بې‌اساسه تلبیغات بلل شوي دي.

د طالبانو حکومت په دغه اعلامیه کې په خپلې پخوانۍ خبرې یوځل بیا ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد په ضد ونه کارول شي.

طالبان داسې مهال د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د بندیزونو د څارنې او څېړنې کمېټې په راپور کې دا خبره، چې طالبانو د القاعده او یو شمېر نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې نه‌دي پرې کړي ردوي، چې امریکا د تېر زېږدیز کال د جولای په ۳۱ د کابل ښار په شېرپور سیمه کې د القاعده ډلې مشر ایمن‌الظواهري د بې‌پیلوټه الوتکې په یو برید کې په نښه او وواژه.

په دې اړه نور: امنيت شورا: طالبانو له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړيکې پرې کړې نه دي

په ورته وخت کې، تازه د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا ادعا کړې چې طالبان غواړي د افغانستان شمال د ترهګرو په ځاله بدل کړي.

دا شورا چې له افغانستانه د باندې فعالیت کوي تېره شپه يې په یوه اعلامیه کې تور لګولی چې طالبانو حکومت غواړي د پاکستاني کډوالو په نوم د پاکستاني طالبانو تحریک وسله‌وال د افغانستان په شمال کې ځای پر ځای کړي.

اعلامیه کې د دې چارې د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړل شوی او راغلي، دا کار به افغانستان په کور دننه او نړیواله کچه له سخت ناورین او ان د تجزیې له ګواښ سره مخ کړي.

مخکې تر دې د طالبانو د مخالفې جبهې، د ملي مقاومت جبهې د بهرني اړیکو مشر علي میثم نظري هم ورته ادعا کړې وه، خو په دې اړه نوموړي او د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا کوم اسناد نه دي وړاندې کړي.

دا ادعا کوم خپلواک بنسټ هم نه ده تایید کړې.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا دا هم ویلي چې افغانستان اوسمهال د نړیوالې ترهګرۍ د خپرېدو په مرکز بدل شوی دی.

د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو د څارنې او څېړنې کمېټې هم د جون په ۵مه خپل ۱۴م راپور کې لیکلي، داسې نښې نښانې شته چې ښيي القاعده خپله عملیاتي وړتیا بیا رغوي، ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان د طالبانو په ملاتړ په پاکستان کې بریدونه کوي، بهرنیو ترهګرو ډلو د افغانستان په پولو کې ګواښ رامنځ‌‌ته کړی دی او تر خوا یې د داعش بریدونه زیات او پېچلي شوي دي.

دوه اوونۍ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله امریکا غږ اردو څانګې ته ویلي وو، د طالبانو حکومت دوی ته ویلي چې له ډیورنډ کرښې به پاکستاني طالبان لېرې او د افغانستان نورو سیمو ته ولېږدوي.

په دې اړه نور: ثناالله: د طالبانو حکومت به له ډیورنډ کرښې پاکستاني طالبان نورو سیمو ته ولېږدوي

خو د نوموړي تر دې څرګندونو وروسته د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دوی پلان لري چې د خوست په ګډون په یو شمېر سرحدي ولایتونو کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه مېشت پاکستاني کډوال د افغانستان نورو سیمو ته انتقال کړي.

په دې اړه نور: طالبان د ډیورنډ کرښې له نږدې ولایتونو مېشت پاکستاني کډوال نورو سیمو ته لېږدوي

نوموړي دا نه وو ویلي، چې یاد کډوال به کومو ولایتونو ته انتقال شي، خو دا خبره یې کړې وه، چې دوی دغه کار د پاکستاني لوري د اندېښنو د راکمولو او د ادعاوو د مخنیوی لپاره کوي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د پاکستان نوی ټاکل شوی ځانګړی استازی اصف درانی وايي، د طالبانو له حکومت سره د پاکستان اړیکې ښې دي، خو له ترهګرۍ سره د مبارزې په مسئله کې به ورسره جوړجاړی ونه‌کړي.

هغه پرون له یوه خصوصي یوټيوب چینل سره مرکه کې دا خبره کړې ده.

واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته، پاکستان په ځلونو دا ادعا کړې چې پاکستاني طالبان د افغانستان له خاورې پر پاکستان کې بریدونه کوي او د پاکستاني طالبانو مشران په افغانستان کې مېشت دي.

خو طالبانو یې دا تورونه رد کړي دي.