د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

د افغان فعال احمد فهیم عظیمي روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنې؛ کورنۍ یې له طالبانو د خوشې کېدو غوښتنه کوي


د زده‌کړو د برخې فعال احمد فهیم عظيمي چې دا مهال د طالبانو په بند کې دی.
د زده‌کړو د برخې فعال احمد فهیم عظيمي چې دا مهال د طالبانو په بند کې دی.

د زده‌کړو د برخې فعال احمد فهیم عظيمي کورنۍ د هغه د روحي او جسمي روغتیایي وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د نوموړي د خوشې کېدو غوښتنه کوي.

عظیمي د څه باندې ١١ میاشتو راهیسې د طالبانو په زندان کې دی.

د نوموړي ورور احمد فواد عظيمي ازادي راډیو سره په خبرو کې د فهیم روحي او جسمي روغتیايي وضعیت ناسم بللی دی.

د عظیمي ورور وايي: سره له دې چې احمد فهیم عظیمي هېڅ ګناه نه‌لري، په سختۍ سره د زندان شپې او ورځې تېروي، موږ د هغه د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتونکي یوو

عظيمي زیاته کړه: "روحي او روغتيايي وضعیت یې خرابه او مغشوشه دی، سره له دې چې هېڅ ګناه نه‌لري، په سختۍ سره د زندان شپې او ورځې تېروي، موږ د هغه د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتونکي یوو."

په ورته وخت کې د بخښنې نړيوال سازمان یا امنیسټي انټرنېشنل هم د احمد فهیم عظيمي د ژر تر ژره او پرته له کوم قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

دې سازمان ویلې چې د هغه رواني وضعیت مخ په خرابېدو دی.

ياد سازمان د جمعې په ورځ د سپټمبر په ٢٠مه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې احمد فهيم عظيمي د هغه جرم له امله چې نه یې دی کړی، له ١١ میاشتو راهیسې په بند کې دی.

ياد سازمان زیاته کړې، وروسته له هغه چې عظیمي د ۲۰۲۴م کال د اپرېل په لومړۍ نېټه د محکمې پرېکړه رد کړه، د هغه قضیه د نورو څېړنو لپاره د کابل د عامه امنیت محکمې ته راجع شوه او له هغه وخت راهیسې، د هغه د قضیې په اړه تحقیقات په غیرعادلانه توګه ځنډول شوي او په اړه یې هېڅ قضاوت نه دی شوی.

مخکې د دغه سازمان په ګډون بېلابیلو نړیوالو سازمانونو د طالبانو له حکومت غوښتي وو چې نوموړی خوشې کړي.

په ورته وخت کې د روادارۍ په نوم د بشري حقونو سازمان او د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر هم د احمد فهیم عظيمي د بندي پاتې کېدو دوام ته د اندېښنې په څرګندولو سره ازادي راډیو ته وویل: "له ١١ میاشتو څخه زياته موده کېږي چې ښاغلی عظيمي چې په غیر قانوني ډول نیول شوی، په بند کې دی، کورنۍ يې نه پوهېږي چې کله له خوشې شي چې دا یوه غیرشفافه او ناعادلانه پروسه ده."

د روادارۍ په نوم د بشري حقونو سازمان او د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر
د روادارۍ په نوم د بشري حقونو سازمان او د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر

د ازادي راډیو خبریالې د احمد فهیم عظيمي او د هغه د خوشې کېدو د غوښتنو په اړه د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم وپوښت، خو هغه په دې اړه پوښتنه ځواب نه کړه.

خو تر دې مخکې یې د عظیمي نيول تاييد کړي وو او ویلي یې وو چې احمد فهيم عظيمي او دوه نور فعالان له اسنادو سره نيول شوي او د دوى په اړه به محکمه پرېکړه وکړي.

دا چې په کوم نور جزییات یې نه وو ورکړي، خو د عظیمي او افغان کورنیو مخکې ازادي رادیو ته ویلي وو چې دوی دواړه د نجونو له زده‌کړو د ملاتړ او له افغانستانه د روبوټ جوړونکو نجونو د وتلو په برخه کې د همکاري په تور نیول شوي چې د دوی په خبره دا دواړو موارد پرې نه دي ثابت شوي.

د طالبانو حکومت احمد فهیم عظیمي او ملګری یې صدیق‌الله افغان د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په ۱۷مه په کابل کې له خپل دفتره ونیول، افغان د روان کال په حمل میاشت کې بېرته د طالبانو له بنده خوشې شو، خو احمد فهيم عظيمي لا هم په زندان کې دی.

د عکس ښي لور ته صدیق‌الله افغان او چپ لور ته احمد فهیم عظیمي. صدیق‌الله افغان د روان کال په حمل میاشت کې بېرته د طالبانو له بنده خوشې شو، خو احمد فهيم عظيمي لا هم په زندان کې دی.
د عکس ښي لور ته صدیق‌الله افغان او چپ لور ته احمد فهیم عظیمي. صدیق‌الله افغان د روان کال په حمل میاشت کې بېرته د طالبانو له بنده خوشې شو، خو احمد فهيم عظيمي لا هم په زندان کې دی.

د یادونې ده چې طالبانو په تېرو له درېیو کلونو زیاتې خپلې بیاځلي واکمنۍ کې لسګونه د بشري حقونو، زده‌کړو او مدني فعالان، معترضې ښځې، خبریالان او د پوهنتون استادان په بېلابېلو تورنو، ډېر د دوی پر سیاستونو د نیوکو له امله نیولې او بندیان کړي چې یو شمېر بېرته خوشې شوي، خو د احمد فهیم عظیمي په ګډون یو شمېر نور لا هم بندیان دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG