د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سختو سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړل شوی


ارشیف: په لغمان کې سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.
ارشیف: په لغمان کې سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت خبرداری ورکړی چې د افغانستان په سينديزو حوزو کې د اوبو د کچې د لوړېدو له امله په یو شمېر ولایتونو کې د سختو سېلابونو ګواښ زیات شوى دى.

په تېرو څو مياشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو ويجاړونکو سېلابونو له راوتلو وروسته تازه د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت په کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، غزني، خوست او پکتيکا ولایتونو کې د سختو سېلابونو د راوتلو احتمالي خبرداری ورکړی دی.

دې وزارت پرون یکشنبه د سپټمبر په اوله نېټه په خپله وېبپاڼه لیکلي چې ياد ولایتونه په دې چې د کابل او هلمند د سينديزو حوزو د لارې پر اوږدو کې پراته دي، د سنبلې میاشتې په دولسمه او ديارلسمه، چې د روانې اونۍ د دوشنبې او سه شنبې ورځ سره سر خوري، د سېلابونو د راوتلو له ګواښ سره مخ دي.

دغه راز په راپور کې وړاندې راغلي چې په کابل او هلمند کې د ډېر اورښت له امله د سيندونو د اوبو کچه لوړه شوې ده.

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت په دې برخه کې د خاصو احتیاطي تدابیرو د نیولو یادونه نه ده کړې، یوازې یې له خلکو غوښتي چې د خپل خوندیتوب لپاره دې په دغو سیمو کې سيندونو ته نږدې نه ورځي.

خو د کابل او هلمند د سينديزو ولايتونو یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډيو ته وویل چې د سېلابونو د راوتلو له امله اندېښمن دي، خو نه‌پوهېږي چې د ځان ساتنې لپاره څه تيارى ونیسي.

د ننګرهار اوسېدونکی، نوید احمد وايي: نه پوهېږو چې د ځان د ساتنې لپاره څه وکړو هغوى (حکومت) بايد له دې سېلابونو د خلکو د خلاصون لپاره جدي اقدامات وکړي.

د ننګرهار اوسېدونکي نويد احمد آزادي راډيو ته وويل: "مونږ د اوبو او انرژۍ وزارت اعلاميه وليده چې د سېلابونو وړاندوينه يې کړې، اندېښمن يوو چې دا سيلابونه به مونږ زيانمن کړي، نه پوهېږو چې د ځان د ساتنې لپاره څه وکړو هغوى (حکومت) بايد له دې سېلابونو د خلکو د خلاصون لپاره جدي اقدامات وکړي."

له طبیعي پېښو سره د طالبانو د حکومت د مبارزې وزارت ویاند ملا جانان سايق د دغو سېلابونو د خبرداري او د خلکو د اندېښنو په اړه د ازادي راډيو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف په خپل تازه راپور کې ويلي چې د جولای د میاشتې د سېلابونو توفانونو او اورښتونو له امله په بدخشان، کونړ، لغمان، ننګرهار او نورستان ولايتونو کې ۴۰ تنه مړه او ۲۵۱ تنه ټپیان شوي دي.

یونېسف زیاته کړې چې دغو سېلابونو تر ۵۰۰ زیات کورونه ویجاړ کړي او له امله يې ۷۳۴ کورنۍ عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

یونېسف دغه راز ویلي چې د خپلو همکارو بنسټونو په مرسته یې د روغتیا او تغذیې ۱۴ ګرځنده ټیمونه سېلاب ځپلو سیمو او کورنیو ته استولي دي.

د افغانستان په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې یو شمېر سېلاب ځپلو ازادي راډيو ته وویل چې له څو اوونیو وروسته نه دي توانېدلي چې بېرته خپل عادي ژوند ته ستانه شي.

د ننګرهار د سرخرود ولسوالۍ اوسېدونکې شاکرې چې په سېلابونو کې یې د کورنۍ غړى او خپل سرپرست له لاسه ورکړى، ازادي راډيو ته وویل: "له موږ سره دومره مرسته نه ده شوې چې وکولى شو د نور نړېدلي دېوالونه پرې ورغوو، لږې مرستې شوې دي، یوازې د خوراکي توکو په برخه کې موږ له چارواکو غوښتنه کوو چې موږ ته پاملرنه وکړي."

په ننګرهار کې د وروستیو سېلابونو او توپانونو له کبله د یوه زیانمن کس د کور وضعیت
په ننګرهار کې د وروستیو سېلابونو او توپانونو له کبله د یوه زیانمن کس د کور وضعیت

په همدې حال کې د ننګرهار یو بل سېلاب ځپلي روح‌الله ازادي راډيو ته وویل چې دوی د خپلو کورونو او ژوند د بیارغونې لپاره لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه: "زموږ دېوالونه او کورونه ړنګ شوي او موږ د کور د جوړولو وسايل او اسانتياوې نه لرو، تر اوسه دلته کومه بنسټ يا غيردولتي انجيو نه ده راغلې چې پوښتنه وکړي، موږ څه ته اړتيا لرو، زموږ ستونزې ډېرې دي."

ملګري ملتونه وايي، افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون له ناورين سره مخ دی او ورسره په مبارزه کې پاتې راغلى.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG