د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

افغانستان کې د ویجاړوونکو طبیعي پېښو دوام؛ په شپږو ولایتونو کې د سختو ورښتونو وړاندوينه شوې


ارشیف: په ننګرهار کې سېلابونو خلکو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
ارشیف: په ننګرهار کې سېلابونو خلکو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د سختو ورښتونو وړاندوینه کړې ده.

په دې وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د سختو بارانونو، ويجاړوونکو سېلابونو او توپانونو د قربانيانو کورنيو لا د خپلو عزیزانو غم نه دی هېر کړی چې تازه یو وار بیا په نورستان، کونړ، ننګرهار، پکتیا، خوست او پکتیکا کې د سختو بارانونو اټکل شوی دی.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې په وینا، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې به د اورښت اندازه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې وي.

دغه رياست د شنبې په ورځ د اګست لسمه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د سالنګونو په ګډون په شمال، شمال ختيځ، لوېديځ، سوېلي، ختيځ او مرکزي ولايتونو کې د سختو بادونو د لګېدو امکان شته او په بېلابېلو سيمو کې د دغو بادونو سرعت هم د ۵۰ او ۹۰ کیلومترو تر منځ اټکل شوی دی.

په همدې حال کې په افغانستان کې په وروستیو میاشتو کې یو زیات شمېر سېلاب ځپلي او د نورو طبیعي پېښو قربانیان وايي چې دوی کافي مرستې نه دي رسېدلي.

د غور ولایت د مرغاب ولسوالۍ اوسېدونکی ارباب نبي وايي: "ورځې په دې هیله تېرېږي چې یوه موسسه به راشي او مرسته به وکړي څو خلک له لوږې مړه نه شي."

په غور کې د وروستیو سېلابونو او بارانونو اغېزمنې کورنۍ
په غور کې د وروستیو سېلابونو او بارانونو اغېزمنې کورنۍ

د بغلان ولایت یو رضاکار اسلام الدین څرګند هم د خلکو وضعیت له نږدې لیدلی دی.

هغه وویل: "داسې خلک شته چې ډوډۍ، اوبه او سرپناه نه لري، داسې خلک هم شته چې سخت زیانمن شوي، کورونه او ژوند یې له منځه تللی، فصلونه یې له منځه تللي، د وس تر حده رسېدنه شوې، خو کافي نه ده، باید زیاته مرسته وشي."

د روان کال د ثور له نیمايي راهیسې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې سختو بارانونو، ویجاړونکو سېلابونو او زورورو توپانونو سلګونه کسان وژلي او په زرګونه کورونه یې په بشپړه یا قسماً ویجاړ کړي دي. زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه له منځه تللي او زرګونه څاروي تلف شوي دي.

د چاپېریال ساتنې متخصصین په افغانستان کې د دا ډول ویجاړونکو طبیعي پېښو شدت او تعدد د نړیوال اقلیم له بدلون سره تړلی بولي.

په ننګرهار کې وروستیو سېلابونو او توپانونو لسګونه کسانو ته مرګژوبله واړوله.
په ننګرهار کې وروستیو سېلابونو او توپانونو لسګونه کسانو ته مرګژوبله واړوله.

د نړیوالو سازمانونو او بنسټونو په وینا، که څه هم افغانستان د نړۍ د اقلیم د بدلون په برخه کې ونډه نه لري، خو د نورو هېوادونو په پرتله ډېر اغېزمن دی او دا بهیر به په راتلونکي کې هم دوام وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG