د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

اوچا: د اقليمي بدلون وروستۍ څپې افغانستان کې له ۸۳ زره ډېر کسان زيانمن کړي


افغانستان کې د سېلابونو له امله رامنځته شوې ويجاړۍ
افغانستان کې د سېلابونو له امله رامنځته شوې ويجاړۍ

په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د وروستۍ څپې د زیانونو په اړه د راپورونو په دوام تازه د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي چې، د اقلیمي بدلون څپې له ۸۳ زرو څخه ډېرکسان زیانمن کړي دي.

دغه دفتر پرون د یک‌شنبې په ورځ (د اګسټ د میاشتې ۴مه نېټه) په خپلې ايکس‌پاڼه کې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون په اړه د خپل وروستي راپور په بیا خپرولو سره ویلي چې، د روان کال په مې میاشت کې سېلابونو او ورښتونو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼې ویجاړۍ رامنځته کړي دي.

اوچا یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې افغانستان د اقلیمي بدلون له کبله له جدي ګواښ سره مخامخ دی، په‌داسې حال کې چې وار له‌مخه په دغه هېواد کې بشري کړکېچ خلک له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.

سېلابونو او توپانونو سخت ځپلي یو، مرستې راځي خو نه‌پوهېږو چې څوک یې اخلي."
يو سېلاب‌ځپلی

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر همدا راز ویلي، دا مهال له ۲۳ میلیونو څخه ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

اوچا اندېښنه ښودلې چې، دې حالت کې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستلو په افغانستان کې بشري ناورین لا پسې زیات کړی دی.

په ورته وخت کې اوچا دومدار وچکالي، د اوبو کمښت، په نا منظم ډول د اقلیم بدلون څپې، سېلابونه، توپانونه او بې‌وزلي هغه لوی لاملونه یاد کړي چې په افغانستان کې یې بشري ناورین رامنځته کړی دی.

تر دې وړاندې هم د اوچا په ګډون بېلابېلو اړونده بنسټونو په افغانستان کې د اقلیمي بدلون له کبله د زیانونو په اړه ویلي و، خو یو شمېر زیانمن شوي وايي وضعیت تر هغې هم خراب دی چې په اړه یې راپورونه ورکول کېږي.

اوچا اندېښنه ښودلې چې، دې حالت کې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستلو په افغانستان کې بشري ناورین لا پسې زیات کړی دی.
اوچا اندېښنه ښودلې چې، دې حالت کې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستلو په افغانستان کې بشري ناورین لا پسې زیات کړی دی.

د ځینو هغو ولایتونو اوسېدونکو چې د وروستیو ورښتونو له کبله زیانمن شوي له ازادي راډیو سره په خبرو کې انتقاد وکړ چې د سر او مال تاوانونه وراوښتي خو لاس‌نیوی یې نه‌دی شوی.

يوه سېلاب‌ځپلي وويل: "نوم مې احسان‌الله دی، د ننګرهار ولایت اوسېدونکی یم، شاوخوا یوه نیمه میاشت کېږي چې سېلابونو او توپانونو سخت ځپلي یو، مرستې راځي خو نه‌پوهېږو چې څوک یې اخلي."

وروستیو سېلابونو موږ ته ډېر تاوانونه راورسول، ټولې کروندې مو له‌منځه لاړې
يو سېلاب ځپلی

دغه راز يوه بل سېلاب‌ځپلي ازادي راډيو ته وويل: "زما نوم رحمت‌الله د پکتیا ولایت یم، خو اوس په لغمان کې اوسېږم، وروستیو سېلابونو موږ ته ډېر تاوانونه راورسول، ټولې کروندې مو له‌منځه لاړې مرستې هم راسره دومره نه‌دي شوي، زه خو بیا هم څه ناڅه ګوزاره کوم خو ډېر داسې خلک پېژنم چې وضعیت یې ډېر خراب دی."

د حيات‌الله صديقي په نوم د پروان ولايت يو اوسېدونکی هم ورته خبره کوي او وايي: "د پروان ولایت د غوربند ولسوالۍ د سیاګرد په سیمه کې سېلابونو د خلکو کورونه او څاروي له‌منځه وړي دي، مواصلاتي لارې چې د بامیان، پروان او کابل سره نښلوي ویجاړې کړي دي."

په افغانستان کې د اقلیمي بدلون او له‌دې کبله د رامنځته شوې مرګ‌ژوبلې او مالي تاوانونو په اړه بېلابېل ارقام او راپورونه وړاندې شوي، خو د اوچا د معلوماتو له‌مخې د وروستیو سېلابونو او ورښتونو له کبله ۳۰۳ تنه وژل شوي، له ۳۰۰ زیات ټپیان شوي له شپږو زرو څخه زیات کورونه ویجاړشوي او په بېلابېلو ولایتونو کې لوې لارې، پلونه او روغتیايي مرکزونه ته هم تاوانونه اوښتي دي.

د سېلابونو له امله په افغانستان کې د مرګ‌ژوبلې په تازه پېښه کې تېره شپه په زابل کې د سېلابونو د راوتو له کبله لس کسان مړي شوي دي.

د طالبانو د حکومت د زابل امنیه قوماندانۍ د یوه بیان په خپرولو سره ویلي چې، تېره شپه سېلابونو په دغه ولایت کې د سر زیان سربېره ځینې کورونه هم ویجاړ کړي دي.

XS
SM
MD
LG