د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

ملګري ملتونه: د اقلیمي بدلونونو له کبله زیانمن افغانان لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري


څو اوونۍ مخکې په ننګرهار کې سېلابونو او شدید طوفان له کبله خلکو ته درانه زیانونه واوښتل. دغه کورنۍ یو له زیانمنو ده چې د سرپناه له نشتوالي سره مخ ده.
څو اوونۍ مخکې په ننګرهار کې سېلابونو او شدید طوفان له کبله خلکو ته درانه زیانونه واوښتل. دغه کورنۍ یو له زیانمنو ده چې د سرپناه له نشتوالي سره مخ ده.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا "یواین‌ایچ‌سي‌آر" وايي، په افغانستان کې د اقلیمي بدلون له امله زیانمن شوي خلک لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري.

"یواین‌ایچ‌سي‌آر" دې ته په اشارې چې افغانستان د اقلیمي بدلون له سترو زیانګالو هېوادونو دی ویلي، د دې بدلونونو له امله اغېزمن شوي افغانان لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري.

یادې ادارې نن یکشنبه پر خپله ایکسپاڼه په یوه بیان کې ویلي، وروستیو سېلابونو او سختو بادونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي او زیانمن شوي کسان خېمو، سرپنا ملاتړ، روغتیايي خدمتونو او رواني مشورو ته اړتیا لري.

"یواین‌ایچ‌سي‌آر" ویلي چې افغانستان د اقلیمي بدلون له زیانونو سره مخ دی چې په ترڅ کې یې سېلابونه، طوفانونه او وچکالۍ رامنځته کېږي.

په همدې حال کې یو شمېر سېلاب ځپلي د مرستو د نه رسېدو له امله شکایت کوي.

د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ یوه سېلاب ځپلي عمران ازادي راډيو ته وویل، له یوې خوا په سخته ګرمۍ کې د کور نه لرل او له بلې خوا د سېلابونو له امله مالي زیانونو سخت ځپلی دی.

د ننګرهار اوسېدونکی عمران وايي: موږ اوسمهال بې سرپناه یوو، کور مو وران شوی دی، د کور وسایل نه لرو، کار او روزګار هم نه‌شته.

هغه ازادي راډیو ته د مرستې د اړتیا په اړه وویل: "موږ مرستې ته ډېره اړتیا لرو، موږ اوسمهال بې سرپناه یوو، کور مو وران شوی دی، د کور وسایل نه لرو، کار او روزګار هم نه‌شته."

د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو یو زیانمن شوي عبدالکریم دراني هم ازادي راډيو ته وویل، له نړیوالو بنسټونو د مرستې تمه لري.

هغه وویل: "زموږ په کورنۍ کې داسې ماشومان هم شته چې سرپناه نه لري او د کورنۍ سرپرست یې هم مړ شوی دی، یوه کونډه پاتې او ټول کور یې له منځه تللی دی، دوی ټول بېلابېلو مرستو ته اړتیا لري. تر اوسه موږ سره هیڅ بهرني مرستندویه بنسټ مرسته نه ده کړې او نه هم څوک زموږ پوښتنې ته راغلي دي."

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د ثور مياشتې له نيمايي څخه د افغانستان بېلابېل ولايتونه د سختو اورښتونو او طوفانونو شاهدان چې له امله یې سلګونه کسان مړه او ژوبل شول او دغه شان ګڼو کسانو ته درانه مالي زیانونه واوښتل.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مخکې اعلان کړی و چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې ۱۴۵زره کسان د طبیعي پېښو له امله اغېزمن شوي دي.

په غور کې وروستي سېلاب ځپلي اوسمهال په خېمو کې ژوند کوي.
په غور کې وروستي سېلاب ځپلي اوسمهال په خېمو کې ژوند کوي.

د طالبانو د حکومت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د اغېزو په اړه د اندېښنې په څرګندونو سره له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتني چې د سیاسي مسایلو په پام کې نه نیولو پرته دې له افغانستان سره همکاري وکړي.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن یکشنبه د اګست ۱۸مه د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

بدخشان، نورستان، کونړ، پنجشېر، ننګرهار، لغمان، کابل، لوګر، میدان وردګ، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، زابل او کندهار هغه ولایتونه یاد شوي چې د درنو اورښتونو او سېلابونو اټکل په کې شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG