د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۲

یو شمېر کروندګر او د ځمکو خاوندان د طالبانو د له لوري د عشرو په ټولولو نيوکه کوي


ارشیف: په افغانستان کې د غنمو د راټولولو له بهیره یو انځور
ارشیف: په افغانستان کې د غنمو د راټولولو له بهیره یو انځور

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر کروندګر او د ځمکو خاوندان د طالبانو د حکومت له لوري د عشرو په ټولولو نيوکه کوي.

په هرات ولایت کې یو کروندګر، چې د موضوع د حساسيت له امله يې نه غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي، وايي چې د تېر کال د اکټوبر د مياشتې زلزلې له امله ورته د اوښتو زیانونو سره سره بیا هم اړ دی چې د خپلو کروندو عشر طالبانو ته ورکړي.

دی ادعا کوي چې که د عشر له ورکړې انکار وکړي نو دوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې خپل محصولات ښار او ولسواليو ته ولېږدوي او وپلوري.

هغه ازادي راډيو ته وویل: "د نسکو عشر یې له مونږ ټول کړ، دوی په شل کې یو سلنه غواړي، اوس چې د غنمو د حاصلاتو وخت دی په دې هم کې په شلو کې یو سلنه باید دوی ته ورکړو، دوی یې په بدل کې یوه توټه کاغذ راکوي او همدا کاغذ چې درسره نه وي ان نه شې کولې خپل حاصلات په ښار او ولسوالۍ کې وپلورې."

خو کوم عشر چې په نورو ولایتونو کې د طالبانو حکومت له بزګرانو غواړي په هرات ولايت کې يو څه بېل دى.

ارشیف: په فراه کې د غنمو یو درمند
ارشیف: په فراه کې د غنمو یو درمند

د غور ولایت یوه کروندګر محمد ازادي راډیو ته وویل: "د للمې کښت ښه دی، پاتې نور سېلابونه راوتلي، اقتصاد مې خراب دى، باغوان يم، له دوکانونو یونیم لک افغانۍ پوروړی یم، له لسو برخو څخه يوه برخه عشر ټولوي، که سل منه غنم وي لس منه ترې طالبان اخلي."

د کابل د ده سبز ولسوالۍ یو ځمکه‌وال هم وايي چې سږ کال یې لس منه غنم عشر طالباتو ته ورکړى دی.

هغه وویل: "له کروندګرو د کلي سپين‌ږيري عشر راټولوي، اړوندې ولسوالۍ ته يې ورکوي، اړونده ولسوالۍ ولايت ته او ولايت يې اړونده چارواکو ته ورکوي، مونږ خپله سږ کال د هغه غنمو څخه چې راټول کړي مو وو، لس منه ورکړل."

هغه زياته کړه چې سږ کال د سختو بارانونو له امله کروندې ډېرې زيانمنې شوې دي.

خو د بدخشان ولایت یو کروندګر قاسم د طالبانو پر حکومت د نيوکې په توګه پوښتنه کوي چې سږ کال د سېلابونو له امله زموږ ټول حاصلات له منځه تللي، اوبه نه‌شته، کښت له منځه تللى، تېر کښت يې واخيست، سږ کال څه اخلي؟

په دې اړه د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له ویاند مصباح‌الدین مستعين څخه څو پوښتنې وشوې چې د راپور تر خپرېدو پورې یې ځواب ترلاسه نه شو.

خو په اسلام کې عشر ورکړه څه حکم لري او څنګه ادا کېږي؟

يو ديني عالم، چې نه يې غوښتل د موضوع د حساسيت له امله يې نوم يې په راپور کې واخيستل شي، وويل: "مسلمانان له خپلو کروندو څخه له غنمو او نورو حبوباتو څخه لسمه برخه بې‌وزلو او مسکينانو ته ورکوي او داسې نه ده چې دا یو اجباري او حتمى شی دى چې باید د حکومت يې واخلي او ښکاره نه وي چې چاته ورکول کېږي."

دغه ديني عالم د طالبانو د حکومت له‌خوا د عشر دراټولو د شرايطو په پام کې نيولو باندې ټينګار کوي او وايي، سره له دې چې لسمه برخه شرعي اړخ لري او هغه ځمکې چې د طبيعي اوبو له سرچينو څخه خړوبېږي، له دغو ځمکو څخه د هرو لسو منو حاصلاتو څخه ١ برخه د عشر په توګه باید ورکړل شي، مګر هغه ځمکې چې د غیر طبیعي سرچینو څخه خړوب يا اوبه شوي وي د هرو ٢٠ منو کې يو من عشر اخيستل کېږي.

هغه څه چې کروندګر او د ځمکې خاوندان نیوکه کوي دا دي چې په داسې حال کې چې طبیعي افتونو لکه زلزلو او سېلابونو دوی اغېزمن کړي او د عشر په ورکړې نه توانېږي، خو د طالبانو حکومت د دې ټکي ته په نه کتو په دوی باندې عشر جبري کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې سختو اورښتونو، سېلابونو، توپانونو او زلزلو پراخه ویجاړي رامنځته او سلګونه کسانو ته یې مرګ‌ژوبله واړوله، سلګونه کورونه یې ویجاړ کړل او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې له منځه یوړه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG