د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۶

کروندګر او مالداران: د طالبانو حکومت ته د عشر او زکات د ورکولو توان نه‌لرو


ارشیف، کابل کې یو شپون او رمه‌یې
ارشیف، کابل کې یو شپون او رمه‌یې

یو شمېر کروندګر، بڼوال او مالداران وایي چې کرنې وزارت ته د عشر او زکات د ورکړې توان نه‌لري.

دوی ادعا کوي چې طالبانو د دوی کلیو او باڼډو ته د یو مکتوب په استولو سره، ورنه غوښتي چې د دوی حکومت ته عشر او زکات ورکړي.

دوی د دغې نوې طرحې ته په غبرګون کې چې احتمال شته له مخې یې له دوی عشر او زکات ټول شي، ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو حکومت باید د دې طرحې په ځای له کروندګرو د ملاتړ لپاره په پروګرامونو کار وکړي.

۲۸ کلن سمېع‌الله چې د کاپیسا ولایت د خم زرګر په کلي کې ۸ جریبه ځمکه لري، ازادي راډیو ته‌یې وویل، د پخوا په پرتله د کیمیاوي سرې بیه لوړه شوې او د ځمکو حاصل هم کم شوی، نو حاضر نه‌دي چې کرنې وزارت ته عشر او زکات ورکړي.

سمېع‌الله زیاتوي: "یوه بورۍ کیمیاوي سره څلور زره افغانۍ ده او کله چې دا حساب کړو، نو بزګر ته هېڅ هم نه‌پاتې کېږي، یوازې ستوماني او بس. تر کومه چې د کیمیاوي سرې په قیمت کې کموالی رانه‌شي او د بزګرو لپاره یو منظم پروګرام نه‌وي، موږ د عشر ورکړې ته چمتو نه‌یو."

د ننګرهار ولایت د شېرزادو په ولسوالۍ کې بیا مالدار عزت وایي، تېر کال‌یې په ډېره لوړه بیه څاروي پېرلي و، خو سږ کال اړ شو چې په ډېره ټیټه بیه‌یې بېرته وپلوري.

ارشیف، د افغانستان پروان ولایت کې یو کروندګر د غنمو د حاصلاتو د راټولولو پر مهال
ارشیف، د افغانستان پروان ولایت کې یو کروندګر د غنمو د حاصلاتو د راټولولو پر مهال

نوموړي ازادي راډیو ته وویل چې په اوسنیو شرایطو کې د عشر او زکات د ورکړې توان نه‌لري.

عزت وايي: "تېر کال مې چې کله څاروي وپېرل قیمته وو او بوس ارزانه، خو سږ بیا بوس ګران او څاروي ارزانه دي. موږ د هر څاروي په سر له ۷ تر ۱۰ زرو زیان وکړ او بل لور ته وچکالۍ هم ده. موږ به عشر له کومه کړو، موږ تباه شوو."

په ورته وخت کې، د کابل د شکردرې ولسوالۍ اوسېدونکی ګل اغا چې په بڼوالۍ بوخت دی ازادي راډیو ته‌یې وویل، طالبان باید د عشر د راټولولو لپاره لومړی د کار او کښت او د حاصلاتو د معیاري راټولولو زمینه برابره کړي.

ګل اغا وویل: "وايي چې له څلور برخو څخه یوه‌یې باید دولت ته ورکړئ، لومړی خو دا چې باید یو ځانګړی قانون او دفتر ولري، څو د دولت خرانې ته تحویل شي او بېرته ییا ترې کښت او کار او کروندګرو ته ترې د برداشت زمینه برابره شي."

د طالبانو د حکومت د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت مسؤلان په دې اړه ولایتونو، ولسوالیو او کلیو ته د مکتوب د لېږلو موضوع ردوي، خو وايي چې له کروندګرو، بڼوالو او مالدارانو د عشر او زکات راټولو په طرحه لا هم کار روان دی.

دغه وزارت تېره پنجشنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د عوایدو د راټولولو اوپر ځان بسیاینې لپاره دا کار کوي.

XS
SM
MD
LG