د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

سیگار: افغان حکومت او نړيواله ټولنه له نشه‌يي موادو سره مبارزې ته چندان پام نه‌کوي


ارشیف، ننګرهار کې د کوکنارو کروندې چې د افغان حکومت له‌خوا له‌منځه وړل کېږي.
ارشیف، ننګرهار کې د کوکنارو کروندې چې د افغان حکومت له‌خوا له‌منځه وړل کېږي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره (سيګار) اووه هغه عوامل په ګوته کړل چې په ۲۰۲۱ ميلادي کال کې يې د افغانستان امنيت او ثبات له خطرونو سره مخ کړی دی.

د دغې ادارې په نوي راپور کې نشه‌يي مواد شپږم عامل بلل شوی چې د افغانستان راتلونکی تهديدوي.

د سيګار په تازه راپور کې راغلي چې که څه هم نشه‌يي موادو د پخوا په شان د افغانستان امنیت او ثبات له تهديد سره مخ کړی، خو د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه اوس له نشه‌يي موادو سره مبارزې ته چندان پام نه‌کوي.

سيګار وايي چې له افغانستان څخه د بهرنيو نظامي ځواکونو له وتلو سره سم د امريکا متحده ايالاتو له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پروګرامونه محدود کړي او ځيني پروګرامونه خو يې بېخي په ټپه درولي دي.

دغې ادارې د نشه‌يي موادو د سروې په اړه پر افغان حکومت هم انتقاد کړی او وايي چې د سروې د راپور، د بودجې او مالي مرستو پلان د ځنډ له امله له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پروګرامونه له ستونزو سره مخ شوي دي، خو په دې اړه د احصائيې او معلوماتو ملي اداره وايي چې اوس د سروې په برخه کې د دوی ستونزې حل شوې دي.

د دغې ادارې د جغرافيايي معلوماتو د انسجام رئیس محمد شعيب صبوري ازادي راډيو ته وايي چې دوی په روان کې کال کې د دولت تر واک لاندې سيمو کې د کوکنارو د کښت په اړه سروې کړې ده او د ۲۰۲۱ ميلادي کال د سروې راپور به هم پر خپل وخت خپور کړي.

ارشیف، کندهار کې کرل شوي کوکنار
ارشیف، کندهار کې کرل شوي کوکنار

ښاغلی صبوري وايي: "سږ کال د احصائيې او معلوماتو ملي ادارې د کوکنارو د کښت په اړه د احصائيوي معيارونو له مخې سروې کړې ده، هغه ولايتونه او ولسوالۍ چې له امنيتي پلوه هلته سفر کول امکان درلود سروې کوونکي ورغلي او سروې يې کړې ده او ان‌شاءالله چې په ۲۰۲۱ ميلادي کال کې به د سروې راپور د تېرو کلونو په پرتله هم کره وي او هم به پر خپل وخت خپور شي."

سيګار په دې اړه اندېښنه لري چې په افغانستان کې د امريکايانو د نظامي حضور په محدود کېدو سره به له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پروګرامونه له مالي او تخنيکي ستونزو سره مخ شي.

د سيګار په راپور کې د کوکنارو د کښت، نشه‌يي موادو تولید او قاچاقو برخليک نامعلوم بلل شوی دی، د سيګار په راپور کې د نشه‌يي موادو په اړه د افغان دولت او طالبانو ترمنځ تر سولې وروسته هم اندېښنه ښودل شوې ده.

د سيګار څېړنې ښيي چې د افغانستان په سلو کې ۴۷ خاوره چې د طالبانو په کنټرول کې ده، هلته عملاً کوکنار کرل کېږي او په سلو کې ۲۵ خاوره چې د دولت تر واک لاندې ده هلته هم کوکنار کرل کېږي.

دا خبره داسې مهال راپورته کېږي چې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معين وحيدالله کليمزي تر دې مخکې ازادي راډيو ته ويلي و چې نشه‌يي مواد اوس هم د طالبانو مالي سرچينه ده او طالبان له دې لارې په لاس ته راغليو پيسو باندې جګړې ته دوام ورکوي.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معين وحيدالله کليمزی
له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معين وحيدالله کليمزی

ښاغلی کلیمزی زیاتوي: ​"په افغانستان کې هغه سيمې چې ناامنه دي، د دولت د مخالفينو په لاس کې دي او يا هلته امنيتي ځواکونه نه‌شته، هلته د نشه‌يي موادو کښت، رانيول، خرڅول او قاچاق ډېر ازاد دی. دا کاروبار د ترهګرو او دولت د مخالفينو مالي سرچينه ده، دوی د ماليې، عشر، زکات او په نورو نومونو د نشه‌يي موادو له کاروباريانو څخه پيسې اخلي."

دا چې د نړۍ په سلو کې ۸۵ ترياک په افغانستان کې توليدېږي، سيګار دې ټکي ته هم اشاره کړې او وايي چې د افغانستان نشه‌يي موادو نړيوالو بازارونو ته لاره موندلې او دا اندېښنه شته چې طالبان او ترهګر له دې لارې په لاس ته راغلو پيسو باندې د امريکا متحده ايالاتو امنيت تهديد کړي، خو طالبانو تر دې مخکې ازادي راډيو ته د يوه ليکلي پيغام له لارې ويلي چې دوی د نشه‌يي موادو په کاروبار کې لاس نه‌لري.

د دغه راپور د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:​

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:13 0:00
مستقیم لېنک

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG