د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

کندز کې بزګرانو د کوکنارو د کښت پر ځای د مېوو باغونه جوړ کړي


ارشیف، بغلان کې د یوه افغان کروندګر باغ
ارشیف، بغلان کې د یوه افغان کروندګر باغ

د کندز په قلعه‌زال ولسوالۍ کې یو بزګر د کوکنارو له کښت څخه لاس اخیستی او د دې کښت پر ځای يې په خپله ځمکه کې د بادامو باغ جوړ کړی دی.

۵۰ کلن رفیع‌الله وايي چې ۱۶ کاله وړاندې یي په خپله ځمکه کې کوکنار کرل، خو کله چې پوه شو دا يو ناروا کښت دی او ټولنې ته زيان رسوي، نو له دې کاره لاس پر سر شو.

رفیع‌الله زیاتوي: "زه ملا صاحب پوه کړم، بل نو دا چې ګلالي ګلالي ځوانان مې ولیدل چې په تریاکو، سیخ سنګ او پوډرو اخته شوي او پر سړکونو پراته وو، بیا مې نور ځان ته اجازه ورنه‌کړه چې زما د کښت له خاطره ځوانان تباه شي، بس هغه و چې د کوکنار له کښت څخه مې لاس واخیست او په ځمکه کې مې د بادامو ونې کېنولې."

رفیع‌الله ۱۶ کاله مخکې په خپله څلور جریبه ځمکه کې د بادامو ۱۲۰ ونې کېنولې او اوس‌یې هره ونه له پنځو څخه نيولې بیا تر ۷ منو پورې بادام کوي.

اوس‌مهال په کندز ښار کې یو من مروج بادام له ۱،۸۰۰ نیولې بیا تر ۲ زره افغانیو او یو من ستاربای او قمبري بادام له څلور زره څخه نیولې بیا تر پنځو زرو افغانیو پورې بیه لري.

کندز کې د بادامو حاصلات
کندز کې د بادامو حاصلات

د کندز د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي چې دوی په تېرو څو کلونو کې د دې ولایت بزګرانو ته د کوکنار د بدیل کښت په توګه د زعفرانو، سویابین، وريجو او غنمو اصلاح شوي تخمونه ورکړي دي.

د کندز د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالهادي قرلق ازادي راډيو ته وویل، د بدیلو کښتونو ښو حاصلاتو بزګران هڅولي چې د کوکنارو له کښت څخه لاس واخلي.

ښاغلی قرلق وايي: "د کندز ولایت په هېڅ يوه سیمه کې کوکنار نه‌دي کرل شوي، نه د دولت تر واک لاندې سیمو کې او نه هم د وسله‌والو طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې. دا د کندز د کرنې ریاست او نورو اړوند دولتي ادارو لپاره یوه ښه لاسته راوړنه ده. موږ تل هڅه کړې کروندګرو ته قناعت ورکړو چې د کوکنار پر ځای نور بوټي او ګټور کښت وکړي."

په کندز کې له نشه‌یي موادو سره د مبارزې چارو تحليلګر عبدالبصیر مُرشد بیا وايي، سره له دې چې له څو کلونو راهیسې په دې ولایت کې کوکنار نه‌دي کرل شوي، خو بيا هم د معتادینو شمېر ورځ په ورځ ډېرېږي.

کندز کې یو شمېر معتادان
کندز کې یو شمېر معتادان

ښاغلي مرشد وویل: "په کندز کې له تېرو ۱۱ کالو راهیسې کوکنار هېڅ نه‌دي کرل شوي، خو له بده مرغه بيا هم د معتادینو شمېر ډېر شوی دی، دليل‌يې دا دی چې د نشه‌‌یي موادو قاچاق کوونکي له نورو ولایتونو څخه کندز ته نشه‌يي مواد راوړي، ځکه نو په دې ولایت کې د معتادینو شمېر مخ په ډېرېدو دی."

کندز ته نه‌يوازې دا چې له نورو ولایتونو څخه نشه‌يي مواد راوړل کېږي، بلکې له هېواد څخه دباندې څخه هم شراب او نور نشه‌يي مواد راوړل کېږي او بيا له دې ځايه د افغانستان نورو ولايتونو ته قاچاق کېږي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG