د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۸

په کندز کې د معتادینو پر ډېروالي اندېښنې!


آرشیف، د کندز ځيني معتادین
آرشیف، د کندز ځيني معتادین

د کندز ښاریان د معتادینو ډېروالي اندېښمن کړي دي.

دوی وايي چې د کندز ښار مرکزي سیمې د معتادینو د راټولېدو ځايونه دي.

د کندز ښار پر سړکونو او کوڅو کې د معتادینو راغونډېدل او تګ راتګ، په ښار کې د یوې ټولنيزې ستونزې هغه تصویر دی چې د هر ښاري پام ځان ته وراړوي.

د کندز ښار اوسېدونکي دې ستونزې اندېښمن کړي او وايي، که اړوند ارګانونه دې ستونزې پام و نه کړي، نو ښايي معتادین د ښار نظم نور هم خراب کړي.

د کندز ښار یو اوسېدونکی اکمل رحماني وايي، په ښار کې د معتادینو ډېروالي خلکو ته سرخوږی جوړ کړی دی.

دی وايي، دولت باید ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي چې نشو ته مخه نه کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"باید د مخدره موادو له قاچاق کوونکو او پلورونکو سره قانوني چلند وشي، خلکو ته دې د مخدره موادو د زیانونو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شي او ځوانانو ته دې د کار زمینه برابره شي، که دولت پر زېربنايي پروژو او کارخانو پانګونه وکړي، خلکو ته کار پيدا کېږي او له نشو راګرځي، ځکه چې یو شمېر خلک د بېکارۍ او فقر له امله نشو ته مخه کوي، په دې ډول به د نشه يي موادو په استعمال کې کموالی راشي."

آرشیف، د کندز ځيني معتادین
آرشیف، د کندز ځيني معتادین

​په ورته وخت کې د کندز ښار یو بل اوسېدونکی محبوب الله محبوب وايي، که له نشه يي موادو سره په جدې توګه مبارزه ونه شي، نو ښايي ډېری ځوانان په نشو اخته شي.

ده وویل:

"متأسفانه چې په کندز کې د معتادو ځوانانو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي او دې مسئلې خلک سخت اندېښمن کړي دی، په داسې حال کې چې د درملنې په برخه کې کافې امکانات نشته، دولت باید د نشو په مخنیوي کې جدي ګامونه پورته کړي."

بل خوا ته په کندز کې له نشه يي موادو سره د مبارزې رئیس عبدالبصیر مرشد هم د ښار په کوڅو او واټونو کې د معتادینو ډېروالی یوه ټولنیزه ستونزه بولي او دې وضعیت اندېښمن کړی دی.

ده وویل:

"یو شمېر کسان چې تر درملنې وروسته بېرته نشو ته مخه کوي، که دې کسانو ته د کار زمېنه برابره شي، نو ښايي بېرته په نشو اخته نه شي او بل دا چې په کندز کې څه باندې (۳۰) زره کسان په مخدره موادو اخته دي، په داسې حال کې چې دلته یوازې یو (۸۰) بستریز روغتون فعالیت کوي چې هغه د ټولو معتادینو د درملنې لپاره کافي نه دی."

د کندز ولایت مدني فعالان بیا د نورو ستونزو ترڅنګ بېکاري او په دې ولایت کې د ناامنیو او جګړو دوام د ځوانانو د اعتیاد ستر لاملونه بولي او وايي چې که اوزګارو خلکو ته د کار زمینه برابره نه شي، ښايي په نشه د اخته کسانو شمېر تر دې هم ‌ډېر شي.

راپور: اجمل ارین

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:07 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG