د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

د بلخ ځيني اوسېدونکي وایي، د طالبانو له باج اخيستلو تر پوزې راغلي


د بلخ اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي په چمتال، چهاربولک او دولت اباد ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو د حضور له زیاتوالي شکایت لري او دوی له خلکو په باج اخیستنه تورنوي.

د یادو ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي وايي چې وسله وال طالبان سربېره پر دې چې د دوی په سیمو کې نا امني جوړوي، ترڅنګ یې په اجباري توګه پر کورنیو هره میاشت زرګونه افغانۍ هم حواله کړي چې باید ورکړل شي.

د چمتال، چهاربولک او دولت اباد ولسوالیو خلک وايي چې طالبان سره له دې چې هره میاشت له کورنیو پیسې اخلي، په جلا توګه یې پر عامو وګړو د عشر او زکات ورکول هم حواله کړي دي.

د چمتال اوسېدونکی محمد خرم یې په اړه داسې وايي:

" طالبان له خلکو عشر او زکات اخلي، په هر کور باندې یوه اندازه پیسې چې له ۳ زرو تر څلورو زرو افغانۍ دي، هر میاشت حواله کوي چې باید ورته ورکړل شي، یا هغوی چې خپل منځ کې د وسلو راکړه ورکړه کوي، بیا یې پیسې له خلکو په زور او ستم اخلي. "

د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکي هم له ورته ستونزې سر ټکوي، دوی وايي چې طالبان تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې خپل ځانګړي قوانین پلي کوي چې اکثره د عرف خلاف وي او د خلکو د ورځنیو چارو د ښه ترسره کېدو خنډ ګرځي.

د چهاربولک ولسوالۍ خلک وايي چې وسله وال طالبان په ډله ییزه توګه د هغوی کورنو ته ورځي او په زور باندې د هغوی په حجرو کې مېلمستیا غواړي.

د چهاربولک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي علي محمد یې په اړه وویل:

" طالبان پر ټولو خلکو ظلم کوي، دوی غریب او ثروتمند نه پېژني، د خلکو کورنو ته ورځي او په ډله ییزه توګه ملمستیا غواړي، د کور خاوند مجبور دی چې هغوی ته اوبه او خواړه برابر کړي. "

د بلخ ولایتي شورا هم د چمتال، چهاربولک او دولت اباد په ګن شمېر سیمو کې د طالب وسله والو پراخ حضور تأییدوي او وايي چې طالبان په کومو سیمو کې چې حضور لري، هلته له خلکو باج اخلي، خلک ځوروي او هغوی دې ته اړ کوي چې عشر او زکات ورکړي.

د ولایتي شورا یو غړی غلام سخي لاله داسې وايي:

" طالبان نه یوازې تر خپل حاکمیت لاندې سیمو کې، بلکې په ګن شمېر نورو سیمو کې چې دوی هلته تګ او راتګ کوي، په خلکو یې عشر او زکات حواله کړی، دوی شکنجه کوي او ترې پيسې باج اخلي. "

د بلخ امنیه قومانداني مني چې طالبان په دې ولایت کې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې خلک ځوروي او له هغوی د وسلو په زور پیسې او باج اخلي.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل یې په اړه وویل:

" هو طالبان په هغو سیمو کې چې حضور لري، هلته له خلکو باج اخلي، خلک ځوروي او هغوی اړباسي چې عشر او زکات ورکړي. "

اخوا د طالب وسله والو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته تأیید کړه چې دا ډله په بلخ کې تر خپل واک لاندې ساحو کې د اسلامی احکامو پر اساس له خلکو مالیه اخلي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG