د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۵

سرخط: ترهګر او زورواکي یې له بیت‌الماله خوري


کابل چاپ ورځپاڼې
کابل چاپ ورځپاڼې

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د نور موضوعاتو ترڅنګ د پارلمان د ناندریو، د افغان ځواکونو د عملیاتو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي د افغانستان خلکو خطر په ځان قبول کړ، په انتخاباتو کې یې رایه ورکارولې او نړیوالې ټولنې مالي مرسته وکړه.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي افغان ولس تمه درلوده چې مقننه قوه یو ځل بیا فعاله شي او د تقنین چارې مخې ته یوسي.

د لیکوال په باور دا مهمه نه‌ده چې د ولسي جرګې د رئیس په سر راولاړ شوی بُن‌بست د کوم مېکانېزم پر اساس اوږد شوی، خو مهه دا ده هر څومره ژر چې کېږي دغه ستونزه باید هواره شي.

  • اصلاح

د اصلاح دولتي ورځپاڼې د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کوي په ولسي جرګه کې راپورته شوې ستونزې دې هوارې شي.

د سرمقالې د لیکوال په باور دا د شرم خبره ده چې له نږدې یوې میاشتې تېرېدا وروسته بیا هم د ولسي جرګې اولسمې دورې په خپل کار پیل نه‌دی کړی.

په سرمقاله کې راغلي، د ولس استازي د رئیس په سر ستونزې لري، وکیلان نه د ولس استازیتوب کولای شي او نه هم د حکومت په کړنو د څار صلاحیت لري.

یو شمېر نورو ورځپاڼو بیا د افغان ځواکونو د عملیاتو په څرنګوالي لیکنې او تبصرې کړي دي.

  • هېواد

د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی افغان ځواکونو د ترهګرۍ پر ضد بریدونه زیات کړي دي.

د سرمقالې په یوه برخه کې یادونه شوې که طالبانو له افغان حکومت سره سوله ونه‌کړه، نوله دې به هم پر هغوی بریدونه زیات شي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي، افغان امنیتي ځواکونه د افغانستان د واک ستنې دي.

په سرمقاله کې راغلي کله چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه ووتل، مسؤلیت د افغان ځواکونو په غاړه شو چې د لیکوال په باور په ښه توګه یې خپلې دندې ترسره کړي دي.

وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې چې افغان ځواکونو ته باید ځانګړی پام وشي، ښه تجهیز شي په ماډرن وسایل سمبال شي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې لیکلي، ترهګر او زورواکي یې له بیت‌الماله خوري.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي د دولت وسله‌والو مخالفانو او زورواکو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د عامو خلکو په ډوډۍ، باج، عشر او زکات او پیسو چلېږي او دغه دواړه ډلې د بیت‌المال پیسې هم ښکاره په بډه وهي.

د لیکوال په باور له یوې خوا د دولت وسله‌وال مخالفان له دغې سترې عایداتي سرچینې د خپلو ترهګریزو فعالیتونو لپاره ګټه اخلي او له بلې‌خوا په ټولنه کې د بیت‌المال پیسو خوړل عادي کېږي.

XS
SM
MD
LG