د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

نیویارک ټایمز: کابل کې بهرنیو سفارتونو خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • ګارډین

د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې په هلمند ولایت کې د وسله‌والو طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ پر جګړې تبصره کړې چې د یکشنبې په ورځ د مرکز لښکرګاه په څنډو کې پیل شوه.

ورځپاڼې ته ځینو محلي چارواکو ویلي، د مې میاشتې پر لومړۍ نېټه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د پاتې سرتېرو د وتلو له پیل سره سم په لښکرګاه کې سختې جګړې پیل شوې دي.

وسله‌والو طالبانو د کوچني اختر په درېیو ورځو کې د اوربند اعلان کړی و چې افغان حکومت هم د هغه د رعایت ژمنه کړې وه.

خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي، وسله‌والو طالبانو دغه اوربند نه‌دی رعایت کړی او د اختر په ورځو کې یې هم ۲۱ ملکیان وژلي دي.

دغه وزارت ویلي چې د اوربند د مودې تر ختمېدو وروسته د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې جګړې پیل شوې دي.

د ګارډین ورځپاڼې په لیکنه، تر اوربند مخکې هم د هلمند او کندهار ترڅنګ په ګڼو ولایتونو کې تاوتریخوالی زیات و.

  • نیویارک ټایمز (New York Times)

له امریکا خپرېدونکې ورځپاڼې نیویارک ټایمز هم تر درې ورځني اوربند وروسته د جګړو پر زیاتېدو او د خلکو پر اندېښنو لیکنه خپره کړې ده.

د لیکنې په یوه برخه کې راغلي، دا له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته لومړی اوربند و او داسې مهال اعلان شو چې افغانان د ناامنیو له ډاره له دغه هېواده په وتلو دي او په کابل کې بهرنیو سفارتونو خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه، د شنبې په ورځ په کابل کې د امریکا سفارت هم امریکايي وګړو ته تر اختر وروسته د تاوتریخوالي د ممکنه زیاتوالي په باب خبرداری ورکړ.

نیویارک ټایمز لیکي، ګڼ افغانان د امنیتي اندېښنو له کبله له ښارونو بهر نه‌وځي، په دغو ځایونو کې طالبان پر ځینو لارو سړکونو کنټرول لري او د ورځپاڼې په لیکنه له خلکو عشر ټولوي، د لیکنې له مخې طالبان په ځینو مواردو کې هغه کسان اعداموي چې دولت ته کار کوي.

دغه امریکايي ورځپاڼه زیاتوي، سږ کال درې ورځنی اوربند داسې مهال اعلان شو چې په پام کې ده د افغانستان د روانې کشالې د حل لپاره د طالبانو او د دولت مذاکره­ کوونکي بیا په قطر کې سره جرګه شي.

دغه مذاکرې د هغې موافقې له مخې کېږي چې د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه د طالبانو او د امریکا د مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې ترمنځ لاسلیک شوې وه.

د موافقې له مخې امریکا د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه د خپلو ټولو سرتېرو د ایستلو ژمنه کړې وه، خو طالبانو د اوسني ولسمشر جو بایډن اداره له هغې موافقې په سرغړونه تورنه کړې ده.

ولسمشر بایډن ویلي له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل د مې میاشتې پر لومړۍ نېټه پیل شوي او د سپټمبر په ۱۱مه پای ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG