د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

بزګران: کندز کې طالبان او غیر مسؤله وسله وال د عُشر په نوم باج اخلي


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د کندز د یو شمېر سیمو او ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي چې له دوی څخه هم وسله وال طالبان او هم غیرې مسوله وسله وال د عُشر په نوم باج اخلي.

دا ستونزه په ځانګړي توګه هغو ولسوالیو کې زیاته ده چېرته چې دواړه ډلې فعالې دي، ددې له ډلې یوه د خان اباد ولسوالۍ ده چېرته چې دواړه ډلې فعالې دي، ددې ولسوالۍ ۳۰ کلن نیاز محمد وايي، دواړه ډلې له دوی له کرنیزو محصولاتو څخه د عُشر په نوم باج اخلي او که څوک ورڅخه سرغړونه وکړي نو له هر ډول ګواښ سره مخ کیدای شي.

نوموړی زیاتوي: "دهقانان نه پوهېږې چې کوم خوا ته ولاړ شي او چاته عریضه وکړي. که دولت ته راځي دولت ورته وايي چې هلته طالبان دي موږ تللی نه شو. په کومه ساحه کې چې خط وي هلته هم طالبان راځي عُشر اخلي او هم اربکیان راځي عُشر اخلي."

د چهاردرې ولسوالۍ اوسېدونکي ۴۵ کلن عبدالقدیر وايي چې دغه ستونزه یې په وار – وار د کندز له سیمه ییزو چارواکو سره شریکه کړې، خو تراوسه ورته هواری نه دی موندل شوی:"دغه ستونزه شته ده. طالبانو پروسږکال لسمه برخه اخېستله، خو سږکال په خپل منځ کې کیناستل او د کلي کور خلکو ته یې وویل چې وروسته له دې تاسې موږ ته له شل منو یو من راکړئ، سابق یې له لس منو یې یو من اخېسته. خو دا نور ورونه چېرته چې لاسرسي لري هر څه چې زړه یې وغواړي له خلکو څخه اخلي."

د علي اباد ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالله هم له ورته ستونزې سرټکوي:"له یو خوا طالب را روان وي او له بلې خوا اربکي را روان وي چې راکړه ماته عشر راکړه. ټول خلک له دوی څخه په عذاب دي. خلک خپل شپه او ورځ تېروي ټول غریب خلک دي حیران دي چې څه وکړو. له خلکو لاره ورکه ده څه شی ورکړو موږ."

د کندز د والی ویاند عصمت الله مرادي
د کندز د والی ویاند عصمت الله مرادي

د کندز د والی ویاند عصمت الله مرادي وايي، د دولت تر واک لاندې سیمو کې هېڅوک حق نه لري چې له بزګرانو څخه عُشر واخلي:"هغه ډلې چې له دوی په یو نوم او بل نوم باج اخلي له دوی د عُشر او زکات په نوم محصولات اخلي. هېڅوک حق نه لري چې پر بزګرانو فشار راوړي. زموږ ولسوالان او زموږ د ولسوالیو مسؤلان مکلف دي چې له بزګرانو سره په دې برخه کې همکارې وکړي، ځکه ولایتي اداره په ټولو برخو کې له بزګرانو سره همکارې ته چمتو ده.."

که څه هم ښاغلي مرادي وايي چې د دولت تر واک لاندې سیمو کې څوک له چا باج اخېستو ته نه پریږدي، خو ګڼ کروندګر پر طالبانو سربېره له هغو وسله والو ډلو شکایت کوي چې ظاهراً ځانونه حکومت پلوي ګڼي او په هغو سیمو کې چې حکومت پرې د واک دعوه کوي فعالې دي.

د کندز کروندګر له څو کلونو راهېسې له دې ستونزې سره مخ دي.

د بزګرانو په وینا، په وار- وار یې دغه ستونزوه د کندز له امنیتي او سیمه ییزو چارواکو سره شریکه کړي ده، خو تراوسه د دې ستونزې د مخنیوي په اړه عملي ګامونه نه دې پورته شوي.

کروندګر وايي، حکومت که دوی د طالبانو له عُشر نه شي ژغورلی، لږ تر لږه د هغو ملېشو او خپلسرو وسله والو مخه دې ونیسي چې ظاهراً یې د حکومت په پلوۍ ټوپکې په اوږو کړي دي.

XS
SM
MD
LG