د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

"طالبان هر کال د نشه يي موادو له کاروبار او عشر څخه ۵۰۰ میلیونه ډالر اخلي"


د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کوکنارو د کښتونو را کمولو هڅه کوي، خو د دوی ټوله مبارزه د نشه يي موادو پر قاچاقو باندې متمرکزه ده.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معین محمد هاشم اورتاق وايي، د نشه یي موادو له کښت، تولید او قاچاقو سره باید پر یوه وخت مبارزه وشي، خو د ده په خبره طالبانو تر خپل واک لاندې سیمو کې د نشه يي موادو کښت ته زمینه برابره کړې ده.

د ولسي جرګې غړي یوازې د نشه يي موادو له قاچاقو سره مبارزه کافي نه بولي، دوی وايي چې د کوکنارو له کښت سره مبارزې ته باید لومړیتوب ورکړل شي.

د کورنیو چارو وزارت سږ کال د کوکنارو د کښتونو اړولو لپاره رسمي کمپاین نه دی کړی او نه یې هم د نورو کلونو په څېر د میلادي کال په پای کې د نشه يي موادو د کښتونو او تولید د نتایجو په اړه راپور خپور کړی دی.

دا په داسې حال کې دی چې د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معین محمد هاشم اورتاق وايي، چې د افغانستان دولت د کښتونو اړولو ترڅنګ د یوه تازه پروګرام له مخې هڅه کوي چې د نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونیسي او غوښتنه یې را کمه کړي.

"که موږ پر یوه وخت د نشه يي موادو د کښت، تولید او قاچاقو پر وړاندې مبارزه ونه کړو، نشه يي مواد نه شو ختمولای. ځکه چې دا درې واړه د یو بل پوره کوونکي دي. زموږ د احصائیې له مخې طالبان د عشر په نوم او د دی لپاره چې د مخدرو موادو د تولید او قاچاقو امنیت نیسی، له نشه يي موادو څخه په کال کې پنځه سوه میلیونه ډالر عواید تر لاسه کوي. دا پیسې د څه لپاره دي؟ دوی په دې پیسو باندې جګړه غځوي."

د افغانستان دولت او د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې ګډ راپور ښيي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د کوکنارو کښت په سلو کې ۹ را کم شوی و، خو سږ کال په دې برخه کې هیڅ رسمي شمېره نشته.

که څه هم امریکايي ځواکونو د ۲۰۱۹ کال په لومړیو کې د نشه يي موادو پر کارخانو باندې هوايي بریدونه درولي، خو د افغانستان دولتي ځواکونو په فراه، هلمند، لوګر او پکتیا ولایتونو کې د نشه يي موادو پر کارخانو باندې یو لړ هوايي بریدونه کړي دي.

د ولسي جرګې له نشه يي موادو سره د مبارزې کمیسیون مشر محمد خان تره خیل په افغانستان کې د نشه يي موادو د ستونزی د حل لپاره یواځی د قاچاقو مخنیوی کافي نه بولي، دی وايي چې حکومت باید تر ټولو لومړی د کوکنارو د کښتونو مخه ونیسي.

"په هغو سیمو کې چې هلته کوکنار کرل کیږي، له بده مرغه هلته حکومت حاکمیت نه لري. اوس د حکومت یوازنۍ بهانه دا ده چې دوی په دې سیمو کې د کوکنارو اړولو توان نه لري. ځکه نو دوی ټول تمرکز د قاچاقو پر مخنیوي کوي، خو د نشه يي موادو د قاچاقو مخنیوی د افغانستان ستونزه نه شي هوارولای، د اساسي حل لپاره باید له بزګرو سره سلا مشورې وشي."

د افغانستان دولت او ملګرو ملتونو سازمان د ګډ راپور پر اساس، په ۲۰۱۸ کال کې ډېری کوکنار د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې کرل شوې ول، خو سږ کال بیا په ډېری ولایتونو کې بنګې کرل شوې او په پراخه پیمانه چرس یې تولید کړي دي.

راپور: مرسلین ارسلا

XS
SM
MD
LG