د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

کابل کې د اروپايي ټولنې استازولي: افغانستان کې د اوبو کړکېچ مخ په پراخېدو دی


د کونړ سيند يو انځور
د کونړ سيند يو انځور

په افغانستان کې د اقلیمي بدلون په اړه د اندېښنو په دوام په کابل کې د اروپايي ټولنې استازولۍ خبرداری ورکړی چې، په دغه هېواد کې د اوبو کړکیچ مخ په پراخېدو دی.

دې استازولۍ پرون شنبه د جولای د میاشتې په ۲۷مه پر خپلې ايکس‌پاڼې په یو بیان کې ویلي، وچکالۍ، د هوا ککړتیا او د اوبو زیات استعمال د خلکو ارزښتناکه سرچینې له ګواښ سره مخ کړي دي.

اروپايي ټولنې هغه عمومي کمپاین ته چې دې ټولنې د اوبو د سرچینو خوندیتوب لپاره پیل کړی په اشارې سره ویلي، ټول باید په ګډه د راتلونکو نسلونو لپاره خپل سیندونه، جهيلونه او د ځمکې لاندې اوبه خوندي کړي.

يادې ټولنې دغه راز ویلي چې، په ګډو هڅو کېدای شي چې د اوبو له ستونزو خوندي افغانستان او نړۍ ولرو.

اروپايي ټولنې د "طبعیت څنګه کولای شي موږ د سېلابونو او وچکالۍ څخه وساتي" په نامه په نړۍ کې د اقلیمي بدلون له کبله د رامنځته کېدونکو احتمالي خطرونو په اړه د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړی دی.

دا په‌داسې حال کې ده چې د اقلیمي بدلون وروستۍ څپې افغانستان هم له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.

په وروستیو څو میاشتو کې افغانستان د پراخې وچکالۍ، وژونکو زلزلو، سېلابونو او ګڼو نورو طبيعي افتونو شاهد وو.

وروستيو سېلابونو ګڼو خلکو ته مالي او ځاني زيانونه واړول.
وروستيو سېلابونو ګڼو خلکو ته مالي او ځاني زيانونه واړول.

د تېرو دوو اوونیو په موده کې سختو ورښتونو، سېلابونو او توپان د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو، په ځانګړې توګه ننګرهار کې پراخه مرګ‌ژوبله او مالي زیانونه اړولي دي.

که‌څه هم په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د وروستۍ څپې له کبله د رامنځته شوې مرګ‌ژوبلې او ویجاړۍ په اړه بېلابېل ارقام وړاندې شوي، خو تېره اوونۍ د کډوالۍ نړیوال سازمان یا "ای‌او‌ایم" ویلي و، چې د تازه ورښتونو، توپانونو او سېلابونو له کبله په افغانستان کې ۷۱ کسان مړه شوي دي.

وچکالي هم وه او همدا اوس هم ډېره ګرمي ده."

په ورته وخت کې یو شمېر افغانان هم وايي، چې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون څپې سخت ځپلي او په‌دې اړه اندېښمن دي.

د ننګرهار ولایت یوه اوسېدونکي نعمان په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د سږکال له پیله موږ له بدبختیو سره مخامخ یو، په هغه وخت کې چې کروندو ته ضرورت وه بارانونه ونه‌شول، وروسته وشول چې ګټه یې ونه‌کړه او له کبله یې سېلابونه هم راووتل، وچکالي هم وه او همدا اوس هم ډېره ګرمي ده."

د پروان ولایت اوسېدونکی حیات‌الله صدیقي وايي، وروستیو ورښتونو په دغه ولایت کې د څښاک د اوبو زېرمې تخریب کړي او خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.

د وروستيو سېلابونو له امله رامنځته شوې ويجاړۍ.
د وروستيو سېلابونو له امله رامنځته شوې ويجاړۍ.

هغه وايي: "په سیمه کې وروستي ورښتونه د دې لامل شول چې له غرنیو سیمو سېلابونه راووځي او لارې او د څښاک اوبو زېرمې تخریب کړي، خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي."

د ښاغلي صدیقي په خبره کې که‌څه هم د طبيعي افتونو پر وړاندې بې‌وسه دي، خو ټینګار کوي چې د اوبو د استعمال په برخه کې باید خلک هم خپل مسوولیت ادعا کړي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په وروستیو کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیمي بدلون له ګواښونو سره مخ دی او د اقلیم د اغېزو د کمولو لپاره لازم چمتوالی هم نه‌لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG