د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

د افغانستان روغتیايي سیستم کې بېلابېلې ستونزې؛ یو شمېر افغانان: له مجبورۍ بهر ته د درملنې لپاره ځو


ارشیف: د ارزګان ولایتي روغتون یوه څنډه
ارشیف: د ارزګان ولایتي روغتون یوه څنډه

یو شمېر افغانان وايي، له ډېرې مجبورۍ څخه ګاونډیو او نورو هېوادونو ته د درمنلې لپاره ځي.

دوی وايي، د افغانستان په روغتیايي سیستم کې د یو شمېر ستونزو له امله نورو هېوادونو ته د درملنې لپاره تګ ته اړ کېږي.

د بلخ ولایت اوسېدونکی احسان‌الله اوس د درملنې لپاره په پاکستان کې دی.

هغه وویل: "زه دلته د خپلې ناروغۍ د درملنې لپاره راغلی یم، د معدې تکلیف لرم هلته مې ډېره دوا واخیسته، خو نتیجه یې ورنه‌کړه، هڅه کوم د ناروغۍ درملنه مې په اساسي توګه وکړم."

د کابل ښار اوسېدونکي محمد موسی خپله مور د درمنلې لپاره پاکستان ته بیولې وه.

د کابل اوسېدونکی محمدموسی وايي: شرکتونو والا ټوله بې کیفته دوا راوړي چې ګټه خو لا پرېږده تاوانونه هم لري.

نوموړي په افغانستان کې د روغتیايي سیستم د ستونزو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "دې خلکو له طبابته بیخي تجارت جوړ کړی، شرکتونو والا ټوله بې کیفته دوا راوړي چې ګټه خو لا پرېږده تاوانونه هم لري، هغه مریض دې حالت ته ورسوي چې د ډېرې مجبورې له امله یې بیا نورو هېوادونو ته د علاج لپاره بوځو."

د کابل ښار بل اوسېدونکی نورالدین وايي، څه موده وړاندې یې د لور په نس ناڅاپي درد شو، د دولتي روغتون سربېره یې یوه شخصي کلینیک ته یووړه.

د هغه په خبره، له معایناتو وروسته ورته وویل شول چې ستونزه یې جدي نه‌ده او له ورکړل شوې دوا سره به ښه شي.

نوموړی زیاتوي، د دوو ورځو په تېرېدو یې د لور د ګېډې درد نور هم زیات شو او دا ځل یې په کابل کې یو بل شخصي کلینیک ته چې بهرني ډاکترانو په‌کې کار کاوه یووړه.

هغه ادعا کوي چې ډاکترانو سملاسي د عملیاتو ورته وویل: "د شخصي کلینیک ډاکتران فکر کوم پاکستانیان وو چې کله یې معاینات وکړل ویې ویل، دا اپنډېکس ده او وخت پرې ډېر اوښتی باید له ځنډ پرته عملیات شي، عملیات یې وشو او الحمدالله اوس ښه ده، دوه درې شپې مو په ډاکترانو ګرځوله، خو څوک یې په تشخیص نه پوهېدل نو تاسو خپله له دې د افغانستان د روغتیايي سیستم اندازه لګوئ چې څنګه دی."

په ټولنیزو رسنیو هم په ورځني ډول ډېری داسې موارد خپرېږي چې ازادي راډیو یې کره‌والی نه شي تاییدولی، خو مخکې یو شمېر ناروغ لرونکو ورسره په خبرو کې ورته شکایتونه کړي او اسناد یې هم وړاندې کړي دي.

د یادونې ده ډېری افغانان به پخوا د تېر جمهوري نظام پر مهال هم د یادو ستونزو له امله د درملنې لپاره هند، پاکستان او ترکیې ته تلل، خو پر افغانستان د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو او د هند او ترکیې د ویزو په سختېدو سره، اوس ډېر دوی درملنې ته ګاوندي هېواد پاکستان ته ځي چې دې هېواد ته سفر کې هم وخت وخت له ستونزو سره مخ کېږي.

د پکتیکا په یوه شخصي کلینیک کې یو موظف ډاکتر چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم او غږ په راپور کې خپور شي، ادعا کوي او وايي چې دا مهال د طالبانو حکومت سره د روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو امکانات نه‌شته او نړیوال مرسته کوونکي هم د تېر په څېر مرستې نه کوي نو ځکه وضعیت ښه نه دی.

د کندهار د مرکزي روغتون یوه څنډه
د کندهار د مرکزي روغتون یوه څنډه

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د افغانستان پر طبي سیستم د خلکو د نیوکو او ادعاوو په اړه د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت نظر هم ولري، خو د دغه وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان پوښتنې ځواب نه کړې، مخکې بیا یاد وزارت د روغتیايي وضعیت او خدمتونو د ښه کېدو ادعا کړې ده.

د یادونې ده چې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان هم اندېښنه ښودلې وه چې د افغانستان روغتیايی سیستم د بودیجې له کمښت سره مخامخ دی.

دغه سامازمان د تېر میلادي کال د جولای په میاشت کې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي وو چې واک ته د طالبانو له بیاځلې رسېدو وروسته په افغانستان کې د روغتیاپالنې چارې ټکنۍ شوې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG