د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

د افغانستان ختيځ ولایتونه د کیمیاوي نشه‌يي موادو د قاچاقو او خرڅولو په مسير بدل شوي


ارشیف: په افغانستان کې نیول شوي نشه‌يي توکي
ارشیف: په افغانستان کې نیول شوي نشه‌يي توکي

د افغانستان ختيځ ولایتونه په تېره بیا ننګرهار د کیمیاوي نشه‌يي موادو د قاچاقو او خرڅولو په مسير بدل شوی دی.

په داسې حال کې چې د کوکنارو یو فصل پای ته ورسېد او د طالبانو حکومت د کوکنارو د کښت ویجاړولو په برخه کې خپل عملیات بریالي بولي تازه شمېرې ښيي چې د تاریاکو د تولید او قاچاقو ځای کیمیاوي نشه يي موادو نیولی دی.

د طالبانو حکومت تېره اوونۍ یوازې په ننګرهار ولایت کې د دوو عملیاتو په پايله کې درې سوه او ۵۷ کیلوګرامه ښیښه نیولې ده، که تېرو شمېرو ته وکتل شي دا په افغانستان کې د نیول شوي ښیښې په لړ کې ډېره اندازه ښيي.

د ننګرهار ولایت د امنيې قوماندانۍ ویاند عبدالبصير زابلی وايي چې د دوی نظامیانو په جاني خېلو ولسوالۍ کې عملیات کړي او د دې عملیاتو په پايله کې يې تر دوه سوه کيلوګرامه ډېره ښیښه نیولې ده، دا ښیښه له هلمند ولایت څخه دې ولایت ته قاچاق شوې او په پام کې وه چې له هيواد څخه دباندې قاچاق شي.

هغه وویل: "د دې عملیاتو په لړ کې ۲۶۰ کيلوګرامه ښیښه، ۸۵ کيلوګرامه چرس، ۲۵ کيلوګرامه تاریاک، شپږ زره ټابليټ کا او اووه سوه زیګپ نشه‌يي ګولۍ نيول شوي او دغه ډول د دې نشه يي موادو د قاچاقو په تور شپږ نفره هم نيول شوي دي."

د نیول شويو تېزابو په اړه د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼې ښيي چې، په افغانستان کې د کېمیاوي نشه‌يي موادو جوړول او قاچاق په چټکۍ سره مخ پر ډېرېدو دي.

په دې خبرپاڼو کې راغلي چې، تر لسو ورځو کم وخت کې دوه نیم زره کیلوګرامه کېمیاوي مواد او تېزاب په غور ولایت کې، درې زره او ۶۰۰ کيلوګرامه مواد په روزګان ولایت کې او دیارلس زره او ۶۰۰ کيلوکرامه مواد هم په هرات ولایت کې نیول شوي دي.

په پام کې وه چې له دې کیمیاوي موادو او تېزابو څخه د هيرويينو او ښیښې په جوړولو کار کار واخيستل شي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت د پالیسۍ پخوانی رییس سيد نجیب‌الله احمدي وايي چې د افغانستان په څو ولایتونو کې د نشه‌يي موادو جوړولو کارخانې جوړي شوي او د خرڅولو بازارونه يې د پراخېدو په حال کې دي.

هغه وویل: "صنعتي نشه‌يي مواد چې له ټابليټ کا او ښیښې څخه عبارت ده، په بازارونو کې ازادانه خرڅېږي، دا بازارونه په هلمند، کندهار، زابل، فراه، نیمروز، بدخشان، بلخ، فاریاب او بادغيس ولایت په ځينو سيمو کې شته. دې بازارونو ته نشه يي مواد په ازادانه ډول وړل کېږي او هلته خرڅېږي. د سيمې او نورو هېوادونو قاچاق کوونکي ازادانه افغانستان ته راځي او د دې موادو د خرڅولو او رانیولو سوداوي کوي."

په داسې حال کې چې ملګري ملتونه تر راتلونکو څو اوونیو پورې په ۲۰۲۴م کال کې په افغانستان کې د نشه يي موادو د وضعیت په اړه د خپلې سروې پايلې اعلانوي، د دې سازمان عمومي منشي او اروپايي ټولنې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ادارو تر دې مخکې په جلا جلا ډول په خپلو راپورونو کې ويلي وو چې په افغانستان کې د کېمیاوي نشه يي موادو، په تېره بیا هيرويينو او ښیښې تولید د ډېرېدو په حال کې دی.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:49 0:00

-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG