په کونړ کې د ښځو چارو ریاست وايي، د تېرو کلونو په پرتله په دې ولایت کې ښځو سره د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده.
د ښځو چارو رئیسې مېرمن سهیلا بابر ازادي راډیو ته وویل، د تېر میلادي کال له مارچ څخه تر اوسه دوی سره نېږدې ۱۵۰ د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوې دي.
اغلې بابر زیاته کړه:
"د اتم د مارچ پورې ۱۲۴ قضيې وې. له هغه وروسته تر دې دمه یوازې د ښځو چارو ریاست ته ۱۱ قضيې راوړل شوي چې په دې کې د قتل، له کوره تېښته،له میراث بېبرخې کول او نورې پېښې شاملې دي چې د تېرو کلونو په پرتله تاوتریخوالی یوه اندازه اضافه شوی دی."
هغې وویل، دا هغه ښځې دي چې خپل غږ يې پورته کولای شو، خو داسې ډېرې نورې خویندې شته چې هره ورځ د تاوتریخوالي، وهلو، ټکولو او نورو ډول-ډول ستونزو سره مخ دي چې یوځای ته د تللو او شکایت کولو حق هم ترې اخیستل شوی دی.
نوموړې وايي:
"زموږ ډېری هغو سیمو کې چې هلته زموږ لاسرسی نهشته او امنیت پهکې کمزوری دی، یو شمېر داسې خویندې شته چې خپله تر دې ځایه نهشي راتلی، هغوی موږ ته ټیلیفون کوي. که موږ هلته ورتلی شو خپله ورځو او که موږ نهشو ورتلی جنايي پولیس ورځي."
مېرمن سهیلا بابر له دیني عالمانو، قومي مشرانو او د ټولنې له نورو غړو او مرکزي حکومت څخه غواړي چې ښځو سره د تاوتریخوالي په مخنیوې کې مرسته وکړي.
مدني فعال صلاحالدین حبیبي بیا وايي، کوم مؤسسات چې د ښځو د ژوند د ښهوالي او د تاوتریخوالي د مخنیوي او کموالي په نوم له نړیوالو او مرکزي حکومت څخه پروژې اخلي، هغوی یوازې د ولایتونو په مرکزونو کې ورکشاپونه او غونډې جوړوي او هغې ته هم خپل خپلوان او دوستان راغواړي.
نوموړی وايي، کلهيې هم هڅه نهده کړې چې لیرې پرتو سیمو ته او هغو ځایونو ته لاړ شي چې هلته ښځې د ډېرو ستونزو سره مخ دي.
ښاغلی حبیبي وايي:
"زیاتره مؤسسات او ادارې راشي، پروژې په کابل کې واخلي، د کونړ له حالاتو خبر نهوي، یوازې په اسعداباد کې یو ورکشاپ نیم جوړ کړي او بېرته کابل ته لاړ شي. زموږ ولایت یو غرنی ولایت دی، اوږدې درې او لیرې پرتې سیمې لري، زیات خلک په همدې لیرې پرتو سیمو کې اوسېږي چې ښځې د زور زیاتي او شاقه کارونو سره مخ دي، خو دا خلک هلته نهځي په مرکز کې خو دومره تاوتریخوالی نهشته."
حبیبي وايي، همدا او یو شمېر نور لاملونه دي چې پر ښځو د تاوتریخوالي کچه د کمېدو په ځای مخ په لوړېدو ده.
دی زیاتوي:
"د بېسوادۍ کچه لوړه ده، خلک له قانون او له خپلو حقوقو نهدي خبر، امنیت نهشته، ناسم دودونه او نور لاملونه دي چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی د کمېدو پر ځای مخ په زیاتېدو دی."
د یادونې وړ ده چې په تېرو شااوخو ۱۶ کالو کې هېواد ته د ښځو د ژوند د ښهوالي او هغوی ته د اسانتیاوو د برابرولو په نوم میلیونونه ډالر راغلل، د دې پر ځای چې دغه مرستې د ښځو د ستونزو په هواري ولګېږي څه د مرستندویانو لهخوا او څه هم د افغاني چارواکو لهخوا حیف و میل شي.
راپور: روحالله انوري