د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

یو شمېر افغان بې‌وزلې او کونډې ښځې خپلو ستونزو ته د رسیدګي غوښتنه کوي


د ښځو د نړیوالې ورځې په درشل کې د افغانستان د دولسو ولایتونو په لسګونه بې‌وزله او کونډې مېرمنې کابل ته راغلي او د خپلو ستونزو د هواري غوښتنه کوي.

دغو مېرمنو چې شمېر یې ۴۸ تنو ته رسېد د سې شنبې په ورځ‌یې په کابل کې په یوه غونډه کې خپلې ستونزې له چارواکو او رسنیو سره شریکې کړې.

بي بي ذوالحجه چې له هلمند نه کابل ته راغلې وه رسنیو ته‌یې وویل چې څلور زامنو یې په پولیسو کې دنده تر سره کوله چې درې یې په روانو جګړو کې وژل شوي او یو تپي دی.

نوموړې زیاته کړه:

"پر ما دا دوه کاله په ډېرې سرګردانۍ تېر شوي دي، زما نږور ګانو ټولو راته وویل چې مورې نور نو موږ دومره لوږه او خواري نه‌شو ګاللی راشه تېل راواخله پر ځانونو به‌یې واچوو او ځانونه به وسوځو، ما ویل خیر دی اولاده پروا نه‌کوي پر بي بي ګانو باندې دا خوارۍ راغلې دي، درې زامن مې وژل شوي یو ټپی دی، درې نور مې کوچنیان دي او دا بل ټپي زوی مې لا هم د جنګ په کمربند کې ناست دی."

ذوالحجې وویل، د دې په څېر ډېرې نورې مېرمنې هم شته، حکومت دې د دوی غم وخوري او د دوی لپاره دې د سرپناه او امنیت زمینه برابره کړي.

دغه مېرمنې په داسې حال کې خپلې ستونزې بیانوي چې په افغانستان کې د څو لسیزو جنګ جکړو له امله ګڼ شمېر میندې بورې او کونډې شوې، وروڼه او د کورنۍ نور غړي یې له لاسه ورکړي دي.

د دې تر څنګ په افغانستان کې نا امني، کورنی تاوتریخوالی، بې‌وزلي، اقتصادي ستونزې او تر ډېره تعلیم ته د مېرمنو نه‌لاسرسی هغه څه دي چې افغان مېرمنې ورسره مخ دي او په یاده غونډه کې هم ورنه یادونه وشوه.

دغه غونډه چې ښځو په‌کې خپلې ستونزې بیان کړې د «افغان سمون» په نوم غیر دولتي بنسټ له‌خوا جوړه شوې وه.

په ورته وخت کې د افغان ولسمشر د ټولنیزو چارو د برخې سلاکاره او د یاد بنسټ یوه غړې ملالۍ شینوارې وايي، دوی به هڅه وکړي چې د دغو مېرمنو ستونزې تر لوړپوړو چارواکو ورسوي او د نورو ستونزو د هواري تر څنګ د دوی د سرپناه غم هم وخوري.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ به په راتلونکي کې دغه ډول واقعې څېړو چې د افغان ښځو واقعي انځور ورکړل شي، هغه هم کابل ته راولو او یا موږ ورشو هلته، د هغوی له ژوندانه نه باخبرې شو او بیا یې د ژوندانه د ستونزو د هوارې لپاره فکر وکړو او حکومت که متوجه نه‌وي پام‌یې راواړو او پر حکومت یو ډول مدني څار ولرو."

مېرمن شینوارۍ وايي چې د دغو مېرمنو ستونزې به لوړپوړو چارواکو ته ورسوي تر څو د افغان بې‌وزله مېرمنو ستونزو ته رسېدنه وشي.

په ورته وخت کې دغه مېرمنې وايي، باید د حکومت له‌خوا د دوی د ستونزو د هواري برخې ته پاملرنه وشي او که داسې ونه‌شي نو ستونزې به‌یې لاپراخې او ژوند کول به ورته تریخ شي.

راپور: ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG