د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

بابر: کونړ کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی


په کونړ کې د ښځو چارو ریاست مسؤلین وایي، په یاد ولایت کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

په کونړ کې د ښځو شبکې مشرې مېرمن ارزو نن یکشنبه د یاد ولایت ښځو چارو ریاست کې د مېرمنو په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل غربت او له تعلیم څخه د ډېرو کسانو لیرې‌والی په دغه ولایت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له عمده لاملونو څخه دي.

نوموړې زیاته کړه:

"علت‌يې له تعلیم څخه د خلکو لیرې‌والی دی، جنګونه، هجرت، غربت او اقتصادي ستونزې دي، ښځې په سمه توګه عدالت ته لاسرسی نه لري، ښځې د معنوي او فزیکي تاوتریخوالي سره په ټولنه کې لاس او ګرېوان دي، د کورنۍ له‌خوا پرې سپک او سخت تاوتریخوالی رامنځته کېدای شي، په ماشومتوب کې يې ودونه رواج دي او قانوني سن په نظر کې نه‌نیول کېږي، په بدو او بدل کې نجونې او ښځې ورکول کېږي."

نوموړې وویل باید په ټولنه کې د تعلیم عامولو او بې‌روزګارو کسانو ته د کاروبار زمینې برابرې شي، څو ښځې او نر د یو بل په حقوقو پوه شي او د اقتصاد پیاوړتیا په صورت کې د خلکو ستونزې هوارې شي.

په کونړ کې د ښځو چارو رئیسې مېرمن سهیلا بابر وویل د تېرو کلونو په پرتله‌يې ولایت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي کچه زیاته شوې او که چېرته‌يې مخه ونه‌نیول شي نو کېدای شي نوره هم زیاته شي.

نوموړي زیاته کړه:

"په کورنیو کې چې زیات تاوتریخوالی رامنځته کېږي هغه د بې‌ځایه غوښتنو او رواجونو په وجه راځي، نو ځکه زموږ په ولایت کې د خشونت کچه مخ په لوړېدو ده، په روان کال کې موږ ته نهه دېرش قضيې راغلې دي."

نوموړې وویل ستونزه یوازې په نارینه‌و کې نه‌ده بلکې یو شمېر ښځې هم پر ښځو د تاوتریخوالي سبب کېږي.

د غونډې په پای کې یو شمېر نجونې د خپلو حقوقو د غوښتلو په نیت د ښځو چارو ریاست په انګړ کې ودرېدې او هغه کاغذونه‌يې هم لاسونو کې نیولي و چې پرې د دوی د حقوقو غوښتنه لیکل شوې.

په کونړ کې ښځې په داسې حال کې پر دوی د تاوتریخوالي د زیاتېدو خبره کوي چې په تېرو څو کالو کې په افغانستان کې د ښځو د ژوند د ښه‌والي او پر هغوی د تاوتریخوالي د مخنیوي په نوم له بېلابېلو هېوادونو میلیونونه ډالر مرستې اعلان شوې، خو لاهم د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی پر خپل ځای پاتې دی.

راپور: روح‌الله انوري

XS
SM
MD
LG