د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

د ارزګان عالمان: په بدل او بدو کې د ښځو ورکول ناروا دي


د ارزګان ولایت د حج او اوقافو ریاست مسؤلین وايي، په بدل او بدو کې د ښځي ورکړه ناروا ده او باید مخه يې ونیول شي.

د حج او اوقافو رئیس مولوي حمدالله ابدالي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ښځو په بدل کې ور کول او په بدو کې ورکړه يې د شریعت خلاف عمل دی او اسلام هېڅ یو کس ته اجازه نه ده ورکړې چې د خپلې لور یاخور حقوق ور څخه واخلي.

نوموړي له دولت څخه غوښتنه وکړه چې نور دې هغه چاته اجازه نه ورکوي چې د یو بشر حقوق ورڅخه اخلي اوله تاتریخوالي سره يې مخ کوي.

مولوي حمدالله ابدالي.
مولوي حمدالله ابدالي.

مولوي حمد الله ابدالي زیاته کړه:

"هر سړی دې په خپل ګرېوان کې وګوري چې دا زه څه کوم ایا دا د ده لور نه ده چې دی يې په بدو کې ورکوي او یاهم په بدل کې ورکوې؟ دغه ښځه د مهر حق نه لري؟ خو هرڅوک د ښه ژوند کولو حق لري، دا خو ټول خداي ج دا هرڅه د غې ښځې ته ورکړي دي."

ارزګان یو د افغانستان د هغه ولایتونو څخه دی چې د مسؤلینو په خبره په دغه ولایت کې په بدل او په بدو کې د ښځو ورکړه اوس یو دود ګرځېدلی دی.

په ورته وخت کې د مدنې ټولنو مسؤلینو هم له خلکو غوښتنه وکړه چې نور دې دغه ډول ناوړه دودونو ته د پای ټکی کېږ دي.

د هغوی له جملې څخه یوه هم د مدنې ټولنې مسؤله انوشه بارکزۍ ده چې وايي دولت باید دغلته خلکو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه په لاره واچوي تر څوخلک په دې پوشي چې یو بشر په ټولنه کې څه حقوق لري.

نوموړې له دیني علمانو څخه هم غوښتنه وکړه چې خلکو ته د ښځو د حقونو په اړه معلومات ورکړي.

اغلې بارکزۍ زیاته کړه:

"زما له هر یوه ورور څخه غوښتنه داده چې د خپلې خور یا لور ژوند د پیسو لپاره خراب نه کړي، هغه څه چې خدای ج ورکړي دي باید بنده يې ورڅخه وا نه خلي."

له دي ټولو سره سره د ښځو چارو ریاست مسؤلین هم وايي چې په ارزګان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ډېري شوي خو له ټولو ارګانونو يې غوښتنه وکړه چې د تاوتریخوالي په مخنیوي کې خپله پوره ونډه ادا کړي.

په ارزګان ولایت کې د ښځو چارو رئیسه اغلي رڼا سمیع وفا له مرکزي حکومت څخه غوښتنه وکړه چې ارزګان ولایت ته جدي پاملرنه وکړي ځکه ورځ تربلې په دغه ولایت کې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی ډېرېږي.

اغلې رڼا وايي‎:

"په ارزګان ولایت کې ورستویو ناخوالو ډېرې خویندې اړې کړي چې خپلې دندې پرېږ دي او په کور کې کېني او د انجونو په وړاندې د ښونځیو دروازې وتړل شي."

داپه داسې حال کې چې ده د ارزګان والي څه موده وړاندې له ازادي راډیو سره په یوه ځانکړې مرکه کې ویلي و چې په ارزګان کې د ښځو پر وړاندې د ټولو ستونزو حل ته ژمن دی.

راپور: شریف الله شرافت

XS
SM
MD
LG