د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

یو شمېر بنسټونو د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي کمپاین ملاتړ وکړ


د مېرمنو د حقونو یو شمېر فعالانو یو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړه.

یاد فعالان وايي، که څه هم افغان حکومت او مرستندویو مؤسسو د ښځو د حقونو په برخه کې د پام وړ کارونه کړي، خو بیا هم ورځ تر بلې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیاتېږي.

د سې شنبې په ورځ په کابل کې لسګونه مدني فعالانو د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي په هدف د «یو میلیارد غږونه له کابله تر نیویارکه» تر عنوان لاندې کمپاین څخه ملاتړ اعلان کړ.

باتوري: د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی په زیاتېدو دی.
باتوري: د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی په زیاتېدو دی.

​د دغه مدني حرکت یوې سمبالوونکې امینې باتوري ازادي راډیو ته وویل افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې ورځ تر بلې په‌کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"که د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په باره کې ووایم ډېر زیات دي، دلته د ښځو حقوق تر پښو لاندې کېږي او حق ورته نه‌ورکول کېږي واقعاً که موږ وګورو نو افغانستان د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتو پېښو شاهد دی."

اغلې امینه له دولته غوښتنه کوي چې باید د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې جدي ګامونه اوچت کړي.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت د شمېرو له مخې د روان کال له پيله تر دې دمه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۹۰۶ پېښې ثبت شوي چې ۳۰يې د قتل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ښځو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د ښځو د حقونو په فعالانو غږ وکړ چې دا مبارزه باید کلیو او بانډو ته ورسوي تر څو خلکو ته عامه پوهاوی ورسول شي.

د افغان ښځو شبکه: حکومت باید له مېرمنو د ناوړه استفادې مخه ونیسي

د یاد حرکت یوې بلې مدني فعالې فرشتې امنیې وویل د ملګرو ملتونو رسمي شمېره ښيي چې په نړۍ کې هر کال یو میلیارد ښځې له تاوتریخوالي سره مخ دي نو ځکه دوی هم د ښځو په وړاندې د دغه یو میلیاردي غږ سره خپل اواز یوځای کوي.

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي بېلابېلې مدني ټولنې هر کال له دې نړیوال حرکت سره خپل غږ یوځای کوي.

تر دې وړاندې افغان حکومت په تېره ولسمشر غني ویلي چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی د منلو وړ نه‌دی او دې مسئلې ته باید جدي پاملرنه وشي.

بل لور ته د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي که څه هم د ښځو دغه حرکت ستايي، خو وايي چې دغه ډول حرکتونه زیاتره وخت نمایشي بڼه لري او ښځو ته‌يې ګټه نه‌رسېږي.

د ولسي جرګې غړې وږمه ساپۍ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"اکثریت چې تر اوسه پورې زموږ ستونزې ډېرېږي او کموالی په‌کې نه‌راځي زما په شخصي نظر دلیل دا دی چې همېشه موږ د داسې یو ورک کار پسې پلټنه کوو چې هغه هېڅ هیله‌مند کوونکی نه‌دی چې د ښځو درد ته دوا شي یا نه دا په دې چې موږ د ښځو په نوم سوداګري کوو."

اغلې ساپۍ له دولته غواړي چې باید ښځو ته په هره برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي تر څو هغوی د ستونزو پر مهال عدلي او قضايي ارګانونو ته په ډاډه زړه لاړې شي او خپل حق ترلاسه کړي.

دې دغه‌راز په دیني علماو غږ وکړ چې له خپل نفوذ څخه په ګټې اخیستنې په کلیو او بانډو کې خلکو ته د ښځو د حقونو د ساتنې په اړه پوهاوی ورکړي.

راپور : اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG