د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۸

د افغان ښځو شبکه: حکومت باید له مېرمنو د ناوړه استفادې مخه ونیسي


د افغان ښځو شبکه د مېرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي د ختمېدو له یو میلیاردي نړیوال حرکت سره یو ځای شوه.

د افغان ښځو شبکه د دې ترڅنګ چې د بېلابېلو بنسټونو څخه د یو ځای کېدو غوښتنه کوي له دولت او نړیوالې ټولنې غواړي چې له ښځو د ناوړه ګټې اخیستنې او په وړاندې یې د تاوتریخوالي د ختمېدو په برخه کې ګټور ګامونه واخلي.

د دغه شبکې اجرائیوي رئیسې حیسنه ساپۍ د دوشنبې په ورځ په هغه ناسته کې چې د مېرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي د ختمېدو د نړیوال یو میلیاردي حرکت د ملاتړ په هدف جوړه شوې وه وویل هڅه کوي چې د ښځو په وړاندې موجود تاوتریخوالی راکم شي.

د افغان ښځو شبکې اجرائیوي رئیسه حیسنه ساپۍ.
د افغان ښځو شبکې اجرائیوي رئیسه حیسنه ساپۍ.

نوموړې زیاته کړه:

"زموږ د دې کال پیغام له مېرمنو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې پرضد یووالی دی، د مېرمنو احترام او پر دوی باور وکړئ او د دوی پر ظرفیتونو باور وکړئ تر څو وتوانېږو چې د نورو ټولنو په شکل یوه پرمختللې او محترمه ټولنه ولرو."

دا په داسې حال کې ده چې د لویې څارنوالۍ د مېرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي اداره وايي چې په وروستي یوه کال کې ۱۱۹۲ زیانمنو مېرمنو یوازې له کابله له دوی سره خپل شکایتونه ثبت کړي دي.

د افغان ښځو شبکې په خپره کړې اعلامیه کې له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د معتادو ښځو، په امن کورونو او د سړک پر سر د مېشتو مېرمنو حالت ته توجه وکړي او د مېرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي له قانون څخه ساتنه وکړي.

د افغان ښځو شبکې له ۲۰۱۳ کال راپه دېخوا د مېرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي د پای رسولو له نړیوال یو میلیاردي حرکت سره د یو ځای کېدو پروسه پیل کړې وه چې هر کال يې د افغانستان په مختلفو سیمو کې د بېلابېلو عنوانونو لاندې غونډې جوړولې.

خو د ښځو چارو وزارت ټینګار کوي چې د خلکو د زهنونو د بدلون لپاره باید په لرو پرتو سیمو کې غونډې جوړې شي او له دوی سره له نېږدې وکتل شي.

د ښځو چارو وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ په دغه ناسته کې وویل د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د سختو پېښو شاهده وه او په تېرو دوه میاشتو کې د مېرمنو د ۳۰ قتلونو قضیې له دوی سره ثبت شوي دي.

سپوږمۍ وردګ.
سپوږمۍ وردګ.

نوموړې زیاته کړه:

"زه د دې زیاته طرفداره یم چې د کابل پرځای په ولایاتو کې له خپلو خلکو سره په اړیکه کې اووسو، د کاغذونو پرمخ د نمایشي لیکلو نه تېر شو ځکه دې نتیجه نه ده ورکړې او له دې وروسته باید موږ او تاسې خپلې مبارزې ته بدلون ورکړو."

اغلې سپوږمې وردګ وویل د مېرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره يې بېلابېل پروګرامونه پشنهاد کړي چې په تطبیق سره به يې د ښځو په وړاندې د ستونزې راکمي شي.

له بله خوا د افغانستان د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني وویل د ښځو سره د تاوتریخوالي دلیل له دین څخه د خلکو ناخبري ده او دوی هڅه کړې چې په دې برخه کې د مسجدونو له لارې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG