د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

افغان ښځو شبکه: لاهم افغاني ټولنه کې نارینه حاکم او ښځه محکومه ده


د افغان مېرمنو شبکه له ښځو سره د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښيي او له دولته غواړي چې د دغو پېښو عاملین ونیسي او علني یې محاکمه کړي.

د دغې شبکې غړو د یکشنبې په ورځ په کابل کې په یوې خبري غونډه کې وویل په داسې حال چې ورځ تر بلې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې او خطرناکه کېږي، مسؤلین‌یې پر وړاندې هېڅ غبرګون نه‌ښيي.

یاده شبکه وايي چې په تېره یوه اوونۍ کې یې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې، له ښځو سره د تاوتریخوالي اووه مهمې قضیې ثبت کړي او دا شمېره ښيي چې اوس هم په افغاني ټولنه کې نارینه حاکم او ښځه محکومه ده.

د دغې شبکې غړو د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، له ښځو سره د تاوتریخوالي بوږنوونکې پېښې، د دوی د ټولنیز او حقوقي خوندیتوب نه‌لرل ثابتوي او داسې ښيي چې ښځه د هېواد په یوه سیمه کې هم خوندي نه‌ده.

د اعلامیې په یوې برخه کې چې د دغې شبکې د عدالت غوښتنې برخې د مسؤلې نیلوفر شیرزاد له‌خوا ولوستل شوه، له حکومته په‌کې دغه غوښتنې مطرح شوې وې:

"موږ د ملي یووالي له حکومت څخه د قانون پلي کول او د مجازاتو پر وړاندې د معافیت د فرهنګ ختمول غواړو، موږ له څارنوالۍ او له ښځو سره د تاوتریخوالي د منع له ځانګړو محاکمو غواړو چې دا ډول قضیې په جدي توګه تعقیب او د ښځو پر وړاندې د منع قانون په ټول هېواد کې پلی کړي، امنیتي ارګانونه باید د تاوتریخوالي عاملین ونیسي او قضیې یې وڅاري."

د ښځو شبکې د معلوماتو له مخې، کومې قضیې چې په وروستۍ یوې اوونۍ کې پېښې شوي، ښيي چې د بدخشان، بادغیس او بامیانو په ولایتونو کې د پروین، امیر بېګم، معصومې او بیک بي بي په نامه ښځې وژل شوي.

همدارنګه د بلخ په ولایت کې یو مېړه د زرینه په نامه د خپلې ښځې غوږونه پرې کړي او سربېره پر دې د کندز په ولایت کې یاسمین نومې نجلۍ وسله‌والو تښتولې او جنسي تېری یې پرې کړی دی.

د افغانستان د ښځو شبکې غړو وویل، تر اوسه د حکومت له‌خوا د دغو پېښو د عاملینو د معلومولو او نیولو او د قربانیانو د ملاتړ لپاره، هېڅ اقدام نه‌دی شوی.

د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ امر په دې برخه کې د یوې تازه پیښې په اړه وايي چې د مزارشریف په ښار کې یوې مېرمنې د ناڅرګندو دلایلو له مخې، له خپلو دوو ماشومانو سره، ځان د یوې ودانۍ له پنځم پوړ څخه لاندې غورځولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ښځو چارو وزارت هم په هېواد کې د ناموسي وژنو پر زیاتېدو اندېښنه ښيي او وايي چې په تېره یوه نیمه میاشت کې د هېواد په اته ولایتونو کې د ناموسي وژنو ۳۰ قضیې ثبت شوې دي.

له ښځو سره تاوتریخوالی هغه عمل دی چې د ښځو ملاتړو بنسټونو يې پر وړاندې، تل غږ پورته کړی او د مخنیوي لپاره‌یې د حکومت جدي اقدامات غوښتي دي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د جمهوري او یا د اجرائیه ریاست د چارواکو نظر هم ولرو خو د جمهوري ریاست د خپرونو مسؤلینو وویل چې په دې اړه باید د ښځو چارو وزارت څرګندونې وکړي.

د ښځو چارو وزارت ویاندې کبرا رضايي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، دا وزارت ژمن دی چې له ښځو سره د تاوتریخوالي قضیو ته ځان ورسوي او دوی ته د امن خوندي چاپېریال رامنځته کړي.

مېرمن رضايي زیاتوي:

"د ښځو چارو وزارت ژمن دی چې د تاوتریخوالي قضیو ته رسېدنه وکړي او ښځو ته خوندي چاپېریال برابر کړي، موږ د دولت پر ژمنو ولاړیو، تر څو د تاوتریخوالي قضیو ته رسېدنه وکړو، له عدلي او قضايي ارګانونو غواړو چې د تاوتریخوالي قضیو ته رسېدنه وکړي."

پخوا تر دې د لویې څارنوالۍ ویاند ازادي راډیو ته ویلي چې دغه اداره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو رسېدنې ته ژمنه ده او د دغو پېښو ډېری عاملین‌یې د قانون منګولو ته سپارلي دي.

د کورنیو چارو وزارت هم ویلي چې له ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد د مبارزې په برخه کې جدي دی او د دغو پېښو د عاملینو په نیولو کې به هېڅ ډول هڅه، ونه‌سپموي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG