د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۴

عمرزاد: حکومت دې د ۲۰۲۰ تر پایه د ښځو ونډه ۳۵ سلنو ته لوړه کړي


د سولې، برابرۍ او ډیموکراسۍ بنسټ وايي، له افغان حکومت او مرستندویه بنسټونو سره يې هڅې پیل کړي څو په دولتي ادارو کې د کار پر مهال افغان مېرمنو ته ډاډمنه فضا رامنځ ته او په دولتي ادارو کې د دوی ونډه زیاته شي.

د دې بنسټ رئیس محمد ادریس عمرزاد وايي چې د امریکا د متحده ایالاتو د پروموټ یا د افغان ښځو د پیاوړتیا پروژې په مرسته یې په کابل کې په دولتي ادارو کې د ښځو د ستونزو د حل په هدف هلې ځلې پیل کړي.

ښاغلي عمرزاد د یکشنبې په ورځ حکومت کې د ښځو د پالیسو د اصلاحاتو تر عنوان لاندې جوړې شوې دوه ورځنۍ غونډه کې وویل، له پلان سره سم هلې ځلې پیل شوي څو تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې په حکومت کې د ښځو ونډه ۳۵ فیصدو ته لوړه شي.

نوموړي وویل:

"موږ انتظار کوو چې د ۲۰۱۷ کال تر پایه د ښځو ونډه ۲۵ فیصده ته ورسېږي او ان په پلان کې ده چې حکومت باید د ۲۰۲۰ کال تر پایه په دولت کې د ښځو ونډه ۳۵ فیصدو ته لوړه کړي دا اوس په دوی پورې اړه لري چې دولتي ادارې په دې برخه کې خپل پلانونه څومره عملي کوي."

له دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ادارو کې له مېرمنو سره د ناوړه چلند خبر ورکړی و.

هغه ډاډ ښودلی و چې د دغه تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره به جدي اقدام وکړي.

بل‎خوا د ښځو چارو وزات وايي، لا هم دولتي ادارو کې د مېرمنو په وړاندې تاوتریخوالی جریان لري.

د دغه وزارت مرستیاله سپوږمۍ وردګ وايي، د مېرمنو او نارینه‎و ترمنځ د حقوقو او امتیازاتو ناانډولي، په ادارو کې د مېرمنو ځورونه او یو شمېر نور مسایل هغه څه دي چې لا هم په ادارو کې د ښځو د کار کولو په وړاندې خنډونه شمېرل کېږي.

اغلې وردګ اندیښنه وښوده چې که په ادارو کې د مېرمنو ځورونه همداسې دوام ولري ښايي د ښځو ونډه نوره هم راښکته شي.

نوموړې وايي:

"بدبختانه زموږ هغه هدف چې مېرمنو ته په ملکي خدمتونو کې ۳۰ فیصده ونډه ورکوو تراوسه ورته ونه رسېدو، همدا ۲۲ فیصده چې دي د مېرمنو ځورونې په اوسني وخت کې دومره زیاتې شوې چې زه فکر کوم دا فیصدي به کرار-کرار ۲۱ او یا هم ۲۰ فیصدو ته راښکته شي."

مېرمن وردګ وایي چې افغان حکومت دې مسئلې ته پاملرنه کړې او هڅه کېږي چې په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه زیاته شي.

تردې وړاندې د ښځو د دفاع ځینو نورو بنسټونو هم ویلي چې په دولتي ادارو کې دې د ښځو ونډه زیاته او د هغوی کاري خوندیتوب ته دې په لازم ډول پام وشي.

راپور: اکرالله اکرام

XS
SM
MD
LG