د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

د ښځو چارو وزارت وايي ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي کې پاتې راغلي


د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې يې فعالیتونه تر دې مهاله ګټور نه‌دي تمام شوي.

یاد وزارت وايي، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په برخه کې يې فعالیتونو ښه نتیجه نه‌لرله او له دې وروسته غواړي د يو شمېر نورو وزارتونو او ادارو په مرسته د يو لړ نویو پروګرامونو له لارې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوی وکړي.

د دغه وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د ښځو لپار د عدالت غوښتنې په يوه کنفرانس کې وویل چې دوی اوس خپلو پخوانیو روشونو او تګلارو ته بدلون ورکړی او د يو شمېر نورو وزارتونو او ادارو په مرسته غواړي د عامه پوهاوي او يو لړ نویو پرواګرامونو له لارې په همغږۍ عملي کار وکړي.

سپوږمۍ وردګ.
سپوږمۍ وردګ.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه نتیجه چې موږ غوښته هغه مو لاس ته نه‌ده راوړې او ورځ تر بلې د تاوتریخوالي پېښې زیاتېږي، موږ خپلو روشونو او میتودونو ته بدلون ورکړی او غواړو د اړوندو نورو ارګانونو سره په همغږۍ عملي کار وکړو."

اغلې وردګ وايي، تر ډېره بریده هڅه کوي چې د عامه پوهاوي پروګرامونو له لارې د ښځو د حقونو په برخه کې عامه ذهنیت بدل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د سې شنبې په ورځ د مېرمنو د حقونو یو شمېر فعالانو په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړه.

یاد فعالان وايي، که څه هم افغان حکومت او مرستندویو مؤسسو د ښځو د حقونو په برخه کې د پام وړ کارونه کړي، خو بیا هم ورځ تر بلې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیاتېږي.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت د شمېرو له مخې د روان کال له پيله تر دې دمه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۹۰۶ پېښې ثبت شوي چې ۳۰يې د قتل دي.

مدني فعالان وايي د ښځو چارو وزارت په يوازې ځان نه‌شي کولای چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي ګراف ټيټ او په دې برخه کې ګټور رول ولري.

له ډلې يې غوټۍ صاحبان وايي، دغه وزارت تر ډېره بریده نمایشي بڼه لري او په دې برخه کې کلیدي رول نه‌شي لوبولی.

دا زیاتوي:

"دومره کلیدي رول په دې نه‌لري چې دومره قوي نه‌دی او شکلي بڼه لري او کله چې يو کس زیانمنېږي سره له دې چې موږ نظام لرو خو بیا د ښځو ستونزې قومونو او جرګو ته وړل کېږي."

اغلې صاحبان د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې د حکومت په کلک هوډ او ارادې ټینګار کوي.

هغه وايي، تر هغې چې حکومت د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو عاملینو په وړاندې کلک دریځ خپل نه‌کړي او سخته سزا ورته ورنه‌کړي تاوتریخوالي نه‌کمېږي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG