د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

سروې: د تصمیم نیونې برخه کې د ښځو ونډه یو فیصد اضافه شوې


د افغانستان د مرکزي احصائيې ادارې د درېیمې سروې موندنې ښيي چې د تصمیم نیونې برخه کې د افغان مېرمنو ونډه خورا کمزورې ده.

دې ادارې د سې شنبې په ورځ د تصمیم نیونې برخه کې د ښځو او نارینه‌و ونډې تر نامه لاندې د ترسره شوې سروې نتیجې له رسنیو سره شریکې کړې چې ښیي د ۱۳۹۲ لمریز کال راهیسې د ښځو ونډې شااوخوا یو فیصد ډېروالی موندلی دی.

د یادې ادارې سرپرست شیر محمد جامي‎زاده وايي، دا سروې یې په مرکز او ولایتونو کې د نېږدې نهه زره دولتي ادارو، خصوصي سکټور او غیر دولتي مؤسسو له کارکوونکو څخه د مرکو له لارې بشپړه کړې ده.

د افغانستان د مرکزي احصائیې ادارې سرپرست شیر محمد جامي‎زاده
د افغانستان د مرکزي احصائیې ادارې سرپرست شیر محمد جامي‎زاده

نوموړي وویل:

"د هغو شمېرو له مخې چې موږ په کال ۱۳۹۲ لمریز کې لرلې د تصمیم نیونې برخه کې یې د ښځو فیصدي ۹.۹ سلنه ښودله خو په دې سروې کې دا ۱۰،۷ سلنو ته لوړه شوې چې د درېیو پخوانیو کلونو په پرتله یو نسبي زیاتولای ښيي په داسې حال کې چې د څو چنده زیاتوالي هیله کېدله."

د سروې خپور شوی ګراف ښيي چې له یادو درېیو بنسټونو بیا غیر حکومتي مؤسسې هغه ادارې دي چې د مېرمنو ونډه په‌کې څه د پام وړ خو په ټولو درېیو برخو کې بیا ډېره یعنې ۸۹ سلنه ونډه د نارینه‌و ده.

له دې وړاندې د ښځو د حقونو بېلابېلو ټولنو د تصمیم نیونې تر کچې د ښځو پر ونډې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ټولنې د نیمايي نفوس سره-سره د تصمیم نیونې برخه کې د ښخو ونډه ډېره کمرنګه ده.

د افغانستان مرکزی احصایه
د افغانستان مرکزی احصایه

په همدې تړاو د ښځو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې یوه میاشت وړاندې افغان حکومت ته د ۱۱۰۰ تکړه ښځو لېست وسپاره چې باید په لوړو پوستونو یې په دندو وګماري.

د افغان چارواکو د معلوماتو له مخې دا وخت سربېره پر دې چې لسګونه ښځې د ملي شورا د غړو په توګه فعالیت لري، څلور ښځې د وزیرانو او اته نورې د مرستیالانو تر کچې بوختې دي او هڅه کېږي چې نورې ښځې هم مهمو څوکیو کې وګمارل شي.

د ښځو چارو وزارت چارواکي وايي چې د ښځو د ونډې په تړاو وروستۍ خپرې شوې سروې اندېښمن کړي خو دا شمېرې دوی عملي کار ته هڅوي.

د ښځو چارو وزارت د پالېسۍ مرستیاله سپوږمۍ وردګ
د ښځو چارو وزارت د پالېسۍ مرستیاله سپوږمۍ وردګ

د دې وزارت د پالېسۍ مرستیالې سپوږمۍ وردګ د سروې د خپرېدو په تړاو جوړې شوې غونډې ته وویل:

"زه خواشیني یم هغه شمېرې چې اعلانېږي موږ ته د ډېر اندېښنې وړ دي او موږ متوجې کوي چې باید مخکې ډېر زیات کارونه په دې اړه ولرو چې موږ څه کولای شو چې د تصمیم نیونې برخه کې د ښځو ونډه ډېره کړي."

افغان حکومت د تصمیم نیونې برخه کې د ښځو د ونډې کچه ۳۰ سلنه ټاکلې او وایي چې دې برخه کې لا هلې ځلې روانې دي.

د ښځو چارو وزارت مرستیاله سپوږمۍ وردګ وايي، امنیتي ستونزې، بې‎سوادي، حقونو ته نه‌پاملرنه، د ځينو مرسته کوونکو له‎خوا غیر اغېزمن پروګرامونه، د ښځو پر وړاندې زیاتېدونکی تاوتریخوالی او ان په ادارو کې غیر سالم چاپېریال هغه څه دي چې د ښځو پر کاري برخه‌یې منفي اغېزه کړې.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG