د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

د مارچ ۸ لمانځل د ښځو پر ژوند څومره مثبت اغېز کولی شي؟


د مارچ اتمه د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت هر کال هم ددولت په کچه او هم د ګڼو بنسټونو لخوا لمانځل کېږي.

دا چې دا ډول کمپاینونه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په مخنیوي کې څومره ګټور دي او د افغان ښځو په ژوند کې یې کوم مثبت بدلون راوستی او کنه، په خپرونه کې بحث پرې کوو.
داسې ډیرې کمې ورځې به وي چې د افغان میرمنو د وژنو، سنګسار، په تېلو د سوځونې، د مور او پلار او مېړه د کورنیو له خوا د وهلو او ټکولو، جنسي تیريو، په کم عمر کې ودونو، حبس او تښتونو رپوټونه په رسنیو کې خپاره نه شي.

د دغو ناوړه زړ بوږنوونکو او خپل سرو پېښو او کړنو پر وړاندې حکومت مدني ټولنې او د ښځو اړوندې ادارې هر کال د مارچ په اتمه نېټه د لارینونو، کمپاینونو او سیمینارونو له لارې د عدالت غوښتلو غږ اوچتوي،خو سره له دې هم له بده مرغه تاوتریخوالی ورځ تربلې مخ په ډېرېدو دی، پوښتنه دا ده چې دا کمپاینونه او غونډې چې هر کال د ښځو له حقونو څخه د دفاع په خاطر جوړېږي،زیانمنو مېرمنو ته یې کومه ګټه رسولې او د هغوی درد یې دوا کړی او کنه؟

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:28 0:00

جوړوونکې:مسعوده نیازۍ

XS
SM
MD
LG