د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

جلالي: روان تاوتريخوالی د ښځو ژوند له نه اټکل کېدونکي حالت سره مخ کړی


په زابل کې د ښځو چارو ریاست د جوزا د ۲۴مې نېټې په پلمه چې د مور نړیواله ورځ ده ښځو ته یوه غونډه جوړه کړې وه چې په دې غونډه کې کلتوري مسایل، فقر، کورنۍ تاوتریخوالی، د کورونو اقتصادي سرپرستي، د میندو او ښځو عمده ستونزې یادې شوې.

د زابل ښځينه فعالانې وایي، فقر، کورنۍ تاوتريخوالی، کلتوري محدوديتونه او په لېرو پرتو سیمو کې مسلط دودنه هغه څه دي چې د ښځو ژوند يې له سختيو سره مخ کړی دی.

د زابل د ښځو چارو رئيسه صدیقه جلالي وایي، د دې ټولو سره-سره په هېواد کې روان تاوتريخوالی د ښځو ژوند له يوه نه اټکل کېدونکي حالت سره مخ کړی.

نوموړې وایي، مېرمنې د هېواد په روان تشدد کې په داسې حال کې تر ټولو زياته قرباني ورکوي چې نه د جګړې طرف دي او نه هم د دې جګړې غوښتونکي دي.

هغې د مور د نړيوالې ورځې په مناسبت په جوړې شوې غونډه کې د جګړې پر ښکيلو غاړو غږ وکړ چې د جګړو او وژنو پر ځای ستونزې د خبرو او مذاکراتو له لارې هواري کړي.

جلالي دغه راز له دولته غوښتنه وکړه چې د دې ولایت ښځو ته دې پاملرنه وشي او د هغوی لپاره دې بنسټیز کارونه ترسره شي:

"موږ ځینو عامه پوهاوي پروګرامونو ته ضرورت لرو چې مرکزي دولت باید په دې برخه کې توجو وکړي."

د جوزا د ۲۴مې يا د مور د نړیوالې ورځ د لمانځ‎غونډې د يو شمېر نورو ويناوالو ټینګار هم د مېرمنو په وړاندې د پرتو ستونزو پر لېرې کولو وو.

د مور نړيواله ورځ په زابل، کندهار، ارزګان او هلمند ولایتونو کې په داسې حال کې لمانځل کېږي چې لا هم په دې حوزه کې یو شمېر ميرمنې يا خپله او يا يې هم د کورنۍ د غړو د تاوتريخوالي د مختلفو ډولونو قرباني کېږي.

راپور: محمدصادق رښتینی

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG