د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

کندهار کې یوه خاوند خپلې مېرمنې ته اور اچولی


په کندهار کې یوه خاوند خپلې مېرمنې ته اور اچولی او هغه‌يې سوځولې ده.

دغه ۳۵ کلنه مېرمن چې رازقه نومېږي اوس د کندهار میرویس روغتون د ښځو په واټ کې تر درملنې لاندې ده.

پر هغې درې ورځې مخکې د رحمت‎الله په نامه د هغې خاوند د کندهار ښار د کلا فصیل کوڅه کې د کورنۍ شخړې پر مهال پټرول وشیندل او بیايې اور ته پورې وهله.

رازقه چې تازه د بې‌‎هوښۍ له حالته وتلې د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له ډېره وخته‌يې په کور کې له خاوند سره تاوتریخوالی درلود.

نوموړې وايي، د کورني لګښت لپاره‌یې په پردیو کورونو کې مزدوري کوله خو بیا هم د مېړه له ښه چلند سره مخ نه‌شوه.

رازقه چې د پنځو زامنو او څلور لوڼو مور ده
رازقه چې د پنځو زامنو او څلور لوڼو مور ده

رازقه چې د پنځو زامنو او څلور لوڼو مور ده وايي، خاوند يې بې‌کاره دی او کله‌يې چې له دې څخه پيسې وغوښتې او دې ورنه‎کړې نو هغه لومړی تېل پرې وپاشل او بیا يې اور ور واچوه.

رازقه وايي:

"سهار وختي مې چای اېشوه اور ته ناسته وم چې راغی ستل‌يې د تېلو ډک کړی و، راباندې وېې‌پاشه ما منډه کړه، د باران په اوبو کې پرېوتلم."

د رازقي تر ټولو لویه هیله د هغې روغتیا او عدالت غوښتنه ده.

په عین وخت کې روغتیايي کارکوونکي وايي چې د رازقې بدن ۶۰ فیصده سوځېدلی دی.

د میرویس روغتون د سوځېدلو څانګې مسؤل محمد ویس ازادي رادیو ته وویل چې د هغې وضعیت د ډاډ وړ دی.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ خپل صحي خدمات ورته پیل کړي، د مریض عمومي وضعیت اوس ښه دی او په راتلونکي کې به تر دې هم ښه شي."

چارواکي وايي، د سوځول شوې ښځې خاوند تښتېدلی خو پولیس‌یې د نیولو هڅې کوي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ازادی راډیو ته وویل چې د ښځې خپلوانو او پولیسو په ګډه د نوموړي د نیولو هڅې پیل کړې دي.

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG