د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

عبدالله: ښځې دې پارلماني انتخاباتو کې خپل حضور نور هم پیاوړی کړي


د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، په راتلونکو پارلماني انتخاباتو کې ښځې باید په پراخ ګډون سره په ټولنه کې خپل سیاسي حضور نور هم پیاوړی کړي.

اجرائیه رئیس وايي، افغان ښځو ته په سیاسي، تعلیمي، اقتصادي، ټولنیزو او نورو بېلابېلو برخو کې د خدمت کولو او پرمختګ ښه فرصتونه برابر شوي دي.

عبدالله عبدالله چې د یکشنبې په ورځ‌یې په کابل کې د ښځینه متشبثینو درې ورځني اقتصادي کنفرانس ته په کابل کې خبرې کولې وویل چې افغان ښځې باید په راتلونکو پارلماني انتخاباتو کې په پراخ ګډون سره په ټولنه کې خپل سیاسي حضور نور هم پياوړ کړي.

عبدالله عبدالله.
عبدالله عبدالله.

نوموړي زیاته کړه:

"له سیاسي وضعیت سربېره د افغانستان پارلماني انتخابات د افغان ښځو لپاره یو فرصت دی، تر څو دوی په انتخاباتو کې په ګډون سره په دې برخه کې یو بل لوړ ګام اوچت کړي."

ښاغلي عبدالله زیاته کړه حکومت په خپلو چارو کې ښځو ته د ونډې او فرصتونو ورکړې ته ژمن دی چې تر ټولو ښه او وروستی مثال‌یې د کانونو او پټرولیم د سرپرستې وزیرې په توګه د نرګس نهان معرفي کېدل دي.

د افغانستان د ټاکنو او روڼتیا د څار مؤسسې موندنې ښيي چې د نوماندو ښځو د کمپاین پر مهال اقتصادي نیمګړتیاوې، د یو شمېر کړیو له لوري د هغوی پر وړاندې منفي تبلیغات او ناامني هغه څه دي چې د دغې مؤسسې غړي ورته اشاره کوي.

دا مهال د افغان حکومت په کابینه کې څلور وزارتونه د ښځو له‌خوا کنټرولېږي او همدارنګه په ملي شورا کې ۲۵ سلنه څوکۍ ښځو ته ځانګړې شوې دي.

په کابل کې د افغان امریکايي پوهنتون او د افغان ښځو د اقتصادي پراختیا نړیوال مرکز په مرسته د افغان متشبیثنو ښځو درې ورځنی کنفرانس جوړ شو چې په‌کې به د افغان سوداګرو ښځو ستونزې وڅېړل شي او دغه‌شان حل لارې به هم ورته ولټول شي.

د افغانستان د کلیو پراختیا او بیارغونې وزیر نصیر احمد درانی وايي، د ملي پیوستون پروګرام کې افغان ښځو ته په کلیوالي پراختیايي شوراګانو کې ۳۵ سلنه ونډه ورکړل شوې وه خو د ولسي تړون پروګرام کې په یادو شوراګانو کې ۵۰ سلنه ونډه ورکړل شوې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا په دغه کنفرانس کې وویل چې د افغان ښځینه متشبیثو ښځو د کارونو د چټکیا په هدف په وزارت کې یو ځانګړی عمومي ریاست رامنځته کېږي چې په دې سره به د افغان سوداګرو ښځو ستونزې یو څه هوارې شي.

خو په ورته وخت کې د افغانستان د ښځو چارو وزیره وايي چې په حکومت کې ۱۹ سلنه له ښځینه قوې څخه استفاده کېږي چې دا د اندېښنې وړ خبره ده.

دلبر نظري.
دلبر نظري.

دلبر نظري په دې اړه وویل:

"د پاملرنې وړ ده چې د نارینه‌و د انساني قوې ونډه ۸۱ فیصده ده، په داسې حال کې چې د ښځینه انساني قوې ونډه ۱۹ فیصده ده، په خصوصي مؤسساتو کې د ښځو د تصمیم نیونې ونډه ۹اعشاریه ۶ فیصده ده."

د افغانستان د ټاکنو او روڼتیا د څار مؤسسې موندنې د ښځو په برخه کې بې‌عدالتي، په سیاسي پرېکړو کې ښځو ته ونډه نه‌ورکول، زده‌کړو ته د ښځو نه‌لاسرسی د کاري فرصتونو نه‌شتون او د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی، د دوی په وړاندې عمده ستونزې ګڼي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG