د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۷

د غزني د ښځو چارو ریاست: غزني کې ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ دي


د غزني ولایت د ښځو چارو ریاست مسؤلین وايي، په دغه ولایت کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی خپل اوج ته رسېدلی او دولت‌يې په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

دوی وايي، دولت د ښځو حقونو خونديتوب په برخه کې هغومره کار نه‌دی کړی لکه څنګه چې لازمه ده.

د غزني ولایت د ښځو رئیسې شکریه ولي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دغه ولایت کې لاهم د ښځو حقوق تر پښو لاندې شوي او دولت ورته هېڅ توجه نه‌ده کړې.

نومړې زیاته کړه:

"دلته پلرونه خپل لوڼې په کم عمر باندې د پاخه عمر سړي ته ودوي، په بدو کې ورکړه خو اوس په یو دود ګرځېدلې ده، ښوونځیو ته‌يې نه‌پرېږدي چې زده کړې وکړي."

اغلې ولي له دولت څخه غوښتنه وکړه چې په دغه ولایت کې دې د ښځو لپاره اوږد مهاله پروژې پلې کړي تر څو د یو شمېر هغو ناچاره مېرمنو اقتصاد پر پښو ودرېږي چې د کور چارې ورترغاړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ښځو چارو ریاست د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې تېر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۲۴ بېلابېلې پېښې ثبت شوي دي.

په ورته وخت کې د غزني والي انجنیر عبدالکریم متین هم دا مني چې ګڼې په دغه ولایت کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی موجو دی خو وايي چې دغه پېښې تر ډېره په هغو سیمو کې پېښېږي چې نا امني ده.

ښاغلی متین وايي، کومې سیمې چې د دولت تر حاکمیت لاندې دي په هغو سیمو کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی صفر دی.

ښاغلي متین زیاته کړه:

"په دغو اوسنيو شرایطو کې هېڅ یو کس نه‌شته چې له تاوتریخوالي سره دې نه‌وي مخ، ځکه تاسې پوهېږئ چې نا امني ده، خو بیا هم موږ خپله هڅه کړې چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی له‌منځه یوسو."

نوموړي دا هم وویل چې بیا هم دوی یو شمېر پروژې د ښځو لپاره تر لاس لاندې لري څو د هغوی اقتصاد پر پښو ودرېږي.

له دې ټولو سره سره د ښځو د حقونو یوه فعاله انوشه بارکزۍ وايي، دولت باید په سیمه کې خلکو ته د ښځو د حقونو د عامه پوهاي پروګرامونه په لاره واچوي.

اغلې انوشې بارکزۍ ازادي راډيو ته وویل:

"که چېرې دولت قانون پر خلکو عملي کړي زه فکر کوم ستونزه به بیا د ښځو پر وړاندې نه‌وي، بله خبره دا چې باید هر څه په عمل کې وي، نه د کاغذ پر مخ."

د یادونې وړه ده چې تېر کال افغان ولسمشر محمد اشرف غني له نړیوالو سره ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې به د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی له‌منځه وړي.

راپور:شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG