د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

صبحرنګ: د قوانینو په لرلو سره هم د ماشومانو وضعیت ډېر دردونکی دی


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نوی څیړنیز راپور ښيي چې له ټولو هڅو با وجود بیا هم د افغان ماشومانو وضعیت ډېر دردونکی او د اندېښنې وړ ده.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي له شته هڅو سره بیا هم له وخته مخکې ودونه، درانه او زیات کارونه، زده‎کړو ته نه لاس رسی، روغتیايي ستونزې، په جګړو کې له ماشومانو استفاده، تاوتریخوالی، معلولیت، بې‎ځایه کېدل او په سرحدونو کې له ماشومانو سره ناوړه چلند هغه موارد دي چې د افغان ماشومانو ژوند ګواښي.

دغه څېړنیز راپور چې په اتلسو میاشتو کې په ۲۷ ولایتونو کې له ۵۷۰۰ ماشومانو سره د مرکو پر مټ چې ۵۸ سلنه یې هلکان او ۴۲ یې نجونې وې چمتو شوی، د سې شنبې په ورځ له خبریالانو سره شریک شو.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د ماشومانو د څانګې مشرې ثریا صبحرنګ د راپور وړاندې کولو پر مهال وویل، د قوانینو په درلودو سره بیا هم د ماشومانو وضعیت ډېر دردونکی او د اندېښنې وړ دی.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د ماشومانو د څانګې مشره ثریا صبحرنګ
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د ماشومانو د څانګې مشره ثریا صبحرنګ

نوموړې وايي:

"له ټولو هڅو سره چې ترسره شوي او په دې برخه کې موږ قوانین هم لرو لکه اساسي قانون، د ماشومانو او ښځو د ځورونې او تاوتریخوالي د منع قانون او همدارنګه نور قوانین، خو بیا هم د دې ټولو قوانینو له درلودو سره بیا هم د ماشومانو وضعیت ډېر دردونکی او د اندېښنې وړ دی."

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون راپور کې راغلي، روانې ناامنۍ، د معافیت فرهنګ، له قانونه تېښته، بې‎کاري، بې‎وزلي او یو شمېر نور هغه لاملونه دي چې د افغان ماشومانو ژوند یې تریخ کړی.

په راپور کې مرکه کوونکو ماشومان چې عمرونه یې د ۷ او ۱۸ کلونو ترمنځ ښودل شوي ۵۱ فیصده یې کارونه کوي، ۳۸ سلنه ښوونځي ته نه ځي او ۱۷ سلنه ته واکسین نه‎دی شوی.

په راپور کې دا هم راغلي چې د ۱۳۹۵کال په بهیر کې د ماشومانو د روزنې او اصلاح په مرکزونو کې له قانونه د سرغړونکو ماشومانو په موجود شمېر کې د ۱۳۹۲ کال د شمېرو په پرلته ۳۳ سلنه کموالی راغلی.

د افغانستان د بشري حقونو په خپلواک کمېسیون کې د ماشومانو د همغږۍ د څانګې مسؤل نجیب‎الله ځدران ببرک زی وايي چې په تخمیني ډول د افغانستان د وګړو ۱۴ میلیونه هغه ماشومانو جوړوي چې عمرونه یې له ۱۸ کلني ښکته دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کار، ټولنیزو چارو او شهیدانو وزارت د تېرې یکشنبې په ورځ ویلي و چې په هېواد کې ۶.۵ میلیونه بې‌ وزله ماشومان له خطر سره مخ دي.

د افغانستان جمهوري ریاست که څه هم د افغان ماشومانو وضعیت ناوړه بولي، خو ټینګار کوي چې ولسمشر به ډېر ژر د ماشومانو د ژوند د ښېګڼې په هدف یو لړ سپارښتنې او اقدامات ترسره کړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد ازادي راډيو ته وویل، په دې اړه د کورنیو چارو وزارت، د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د عامې روغتیا وزارت ته د بېلابېلو مواردو د جمع بندي دنده ورکړل شوی ده.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد
د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد

نوموړی وايي:

"په دې اړه ولسمشر د عامې روغتیا، کار او ټولنیزو چارو او د کورنیو چارو وزارت ته هدایت کړی چې د ماشومانو هغه بېلابېلې نقطې چې دوی پورې اړه لري، جمع بندي کړي او بیا ولسمشر ته راپور ورکړي، څو د دغو ستونزو د حل لپاره څومره چې ژر کېدای شي اقدام وشي."

د افغانستان د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت ویاند عبدالفتاح عشرت احمدزي ازادي راډیو ته وویل، حکومت د افغان ماشومانو د ژوند د ښه والي لپاره یو لړ پروګرامونه هم پرمخ وړي چې ژر به یې په ژوند کې ښه والي راغلي.

ها خوا بیا د افغانستان د ماشوم د ادبیاتو د کور مسؤلین انتقاد کوي چې هېواد کې د ماشومانو د حقونو په تړاو اړوندو ارګانونو او موسسو هم لکه څنګه چې لازمه وه خپل مسؤلیتونه او کارونه په سم ډول نه‎دي ترسره کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG