د ملګرو ملتونو کارپوهان: اسټرالیا دې ژرترژره د وژل شویو ۳۹ افغانانو کورنیو ته تاوان ورکړي

ارشیف: په افغانستان کې اسټرالیايي ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د اسټرالیا له چارواکو غوښتي چې په افغانستان کې د جنګي جنایاتو د ۳۹ قربانیانو کورنیو ته د تاوان ورکولو ژمنه ژرترژره ترسره کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینېټ هم نن په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې په خپل پیغام کې له اسټرالیا وغوښتل چې ژر تر ژره خپله ژمنه عملي کړي.

د ۲۰۲۰م کال په یوه راپور کې ادعا شوې وه چې د ۲۰۰۵م او ۲۰۱۶م کلونو ترمنځ اسټرالیايي پوځیانو په افغانستان کې ۳۹ بندیان او افغان ملکي وګړي وژلي دي.

وروسته له‌دې چې د اسټرالیا پوځ راپور تایید کړ، حکومت وویل چې دوی به د قربانیانو کورنیو ته د تاوان په ورکولو غور وکړي.

اسټرالیا له ۲۰۰۱م کال وروسته د نړیوالو ځواکونو د یوې برخې په توګه افغانستان ته شاوخوا څلور سوه پوځیان استولي وو.