د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

د جرمني دفاع وزارت افغانستان کې د تېرو ۲ لسېزو پر تجربو بحثونه کوي 


ارشیف؛ په تالقانو کې جرمنی سرتیری
ارشیف؛ په تالقانو کې جرمنی سرتیری

د جرمني دفاع وزارت به سر له نن چهارشنبې، په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو د تجربو په اړه بحثونه کوي.

له دغو تجربو ترلاسه شوې نتیجه به د لوېدیځې افریقا د هېواد مالي په څېر هېوادونو لپاره په ماموریتونو کې وکارول شي.

د جرمني په دفاع وزارت کې تر دغو بحثونو مخکې د جرمني دفاع وزیره انه­ګریت کرامپ-کارنباویر او د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په خپلو کې خبرې کوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس او د دغه هېواد د درېیو عمده سیاسي جهتونو، زرغون ګوند، خپلواکو ډموکراتانو، سوسیال ډموکراتانو او د محافظه کار ائتلاف پوځي متخصصانو او سیاستوالو دا غونډه لغوه کړې ده.

علت یې د جرمني تر پارلماني ټاکنو سم د لاسه وروسته د هغې د ترسره کېدو لپاره نامناسب وخت ښودل شوی دی،دغه ټاکنې تېره میاشت وشوې.

په واقعیت کې دغه بحثونه د اګسټ میاشتې وروستیو ته پلان شوي وو، خو کله چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټېنګه کړه، له کابله د خلکو د راایستلو یا تخلیې د عملیاتو له کبله دغه بحثونه وځنډول شول.

د جرمني دفاع وزیره انه­ګریت کرامپ-کارنباویر.
د جرمني دفاع وزیره انه­ګریت کرامپ-کارنباویر.

د جرمني په دفاع وزارت کې په بحثونو کې برید جنرال ینس ارلټ هم شامل دی چې له کابله د خلکو د را ایستلو پر مهال د جرمني ځواکونو قوماندان و.

بل تن برید جنرال انګسار مېیر دی چې په افغانستان کې د جرمني د وسله والو ځواکونو د وروستۍ ډلې قومانده ور ترغاړې وه.

د جرمني دفاع وزیرې ویلي، یو تاریخي باب تړل شوی، په افغانستان کې زموږ ماموریت زموږ وسله وال ځواکونه چلنج کړی او نوی شکل یې ورکړی دی.

هغې زیاته کړې، د جرمني وسله والو ځواکونو د افغانستان په جګړه کې ځان ثابت کړی دی.

د جرمني دفاع وزیرې ویلي، د جرمني ځواکونو د غړو وجود او روان ژوبل شوی، غړي یې وژل شوي او تلفات وراوښتي دي.

د افغانستان په شل کلن ماموریت کې د جرمني ځواکونو لږ تر لږه ۵۹ غړي وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

ډېری جرمني ځواکونه د افغانستان په شمال کندز ولایت کې دېره وو چې طالبانو د اګسټ میاشتې پر اتمه پر دغه ښار ولکه ټېنګه کړه.

تر دې یوه اوونۍ وروسته طالبانو کابل هم ونیوه چې ورسره لوېدېځ هېوادونه اړ شول له افغانستانه ووځي.

تر اوسه د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او ګڼو رهبرانو ویلي، د طالبانو په رسمیت پېژندل د طالبانو په چلند پورې تړاو لري.

بل خوا د اسټرالیا د کرکټ لوبغاړو د خپل هېواد د کرکټ بورډ د هغې پرېکړې دفاع کړې چې له افغانستان سره یې د ټېسټ لوبې د لغوه کولو په باب کړې ده.

د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې کپټان ارون فینچ (Aaron Finch) د چهارشنبې په ورځ ویلي، که د طالبانو حکومت د ښځو د کرکټ پرلوبه بندیز لګوي، دغه ټیسټ لوبه به لغوه شي.

دغه مسابقه د نوامبر میاشتې ۲۷مې ته پلان شوې وه.

XS
SM
MD
LG