د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

اسټرالیا یو شمېر افغان کورنیو ته د تاوان ورکولو مسئله څېړي


ارشیف: په افغانستان کې اسټرالیايي ځواکونه د جګړې پر مهال
ارشیف: په افغانستان کې اسټرالیايي ځواکونه د جګړې پر مهال

د اسټرالیا حکومت هغو بې ګناه افغان کورنیو ته چې په افغانستان کې د اسټرالیایي ځواکونو له لوري وژل شوي او یا ځورول شوي، د تاوان پر ورکړې غور کوي.

د اسټرالیا د دفاع وزارت په افغانستان کې د اسټرالیايي ځانګړو ځواکونو له‌خوا په غیرقانوني توګه د وژل شوي یا شکنجه شوي افغان کورنیو غړو ته د تاوان د ورکړې طرحه چمتو کړې ده.

د اسټرالیا "اې‌بي‌سي‌" نیوز ورځپاڼې د شنبې په ورځ راپور ورکړی چې د اسټرالیا حکومت اوس پر دې غور کوي چې افغانانو ته څه ډول تاوان ورکړي.

د ورځپاڼې د راپور له مخې د تاوان ورکړه په ۲۰۲۰م کال کې د هغه راپور د یوې برخه کې وړاندیز و چې په‌کې ادعا شوې وه چې اسټرالیايي پوځیانو د ۲۰۰۵م او ۲۰۱۶م کلونو ترمنځ په افغانستان کې ۳۹ زندانیان او ملکي افغانان وژلي دي.

په دې اړه د اسټرالیا عدلي او قضايي څېړنې له هغې وروسته پیل شوې چې د ډیویډ مکبرایډ په نامه د اسټرالیايي ځواکونو یوه مدافع وکیل په ۲۰۱۴م کال کې له ځینو رسنیو په خبرو کې په افغانستان کې د بې‌ګناه خلکو په وژنه او ځورونه کې د اسټرالیايي ځواکونو د ښکېلتیا خبره وکړه.

ارشیف: په ارزګان کې د اسټرالیا ځواکونه د جګړې پر مهال
ارشیف: په ارزګان کې د اسټرالیا ځواکونه د جګړې پر مهال

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د هغو افغان کورنیو سره خبرې وکړي چې غړي یې د اسټرالیايي ځواکونو له‌خوا وژل شوي، خو بریالی نه شو.

خو د بادغيس ولايت اوسېدونکې فاطمه بيا ادعا کوي چې د هغې ٢٦ کلن زوى شمس ١۵ کاله وړاندې د دې ولايت په بالامرغاب کې د بهرنيو ځواکونو امر ته د نه پاملرنې په تور وژل شوى دى.

نوموړی که څه هم نه‌ پوهېږي چې بهرني ځواکونه په ځانګړې توګه د کوم هېواد و، خو وايي چې زوی د همدغه ځواکونو د ډزو له کبله ۲۴ ساعتونو وروسته مړ شو.

هغې له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د تاوان غوښتنه وکړه.

نوموړې زیاته کړه: "بهرني ځواکونه وېرېدلي وو چې ګواګې دوی طالبان نه وي، کله چې یې پرې غږ وکړ دی نه و پوه شوی، هغوی پرې ډزې وکړې دوه مرمۍ یې په اوږې او دوه هغه یې په خېټې لګېدلې وې، دلته په کور کې کورني ډاکتر یې درملنه وکړه، خو ګټه یې ونه‌ کړه، شمس او د هغه یو بل ملګری مړه شول او دوه نور ملګري یې ژوندي پاتې شول، له هماغه راهیسې چا زموږ پوښتنه ونه کړه، خدای پاک ته معلوم دی چې هغه بې‌ګناه او بې‌وزله و. اوس موغوښتنه دا ده چې د شهیدانو کورنیو سره مرستې وشي. "

د پوځي چارو کارپوه محمد اختر راسخ وايي، د بشري حقونو د درناوي لپاره د بې‌ګناه کورنیو ته د تاوان ورکول مهم دي.

هغه ازادي راډيو ته وویل چې د پېښې د قربانیانو د پېژندلو لپاره باید یو کمېسیون رامنځته شي.

راسخ وویل: "که دا پیسې د افغانستان بانک ته لاړې شي نو یوازې د دولتي چارواکو جیبونو ته ځي، خو که دوی یو بې‌طرفه کمېسیون جوړ کړي او د اسټرالیايي ځواکونو تېروتنې وڅېړي او په ورته وخت کې دغه کمېسیون په دې جریان کې د شهیدانو او یا ژوبل شویو د کورنۍ غړي یې تثبیت کړي نو کېدای شي چې له هغوی سره په مرستې تر یو بریده یې اقتصادي ستونزې حل او ښه ژوند ولري."

د راپورونو له مخې ۳۹زره استرالیايي پوځیانو د ناټو د پوځي ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې دندې ترسره کړې چې له ډلې ۴۱ هغه په دې موده کې وژل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس بیا تېر کال د مارچ په میاشت کې راپور ورکړ چې بریتانیا د هغو تورونو په اړه څېړنې پیل کړي چې د برتانیا ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د شپې عملیاتو پر مهال لسګونه غیر قانوني وژنې کړې دي.

د ۲۰۰۱م او ۲۰۲۱م کلونو ترمنځ د ناټو په چوکاټ کې نړیوالو ځواکونو په افغانستان کې موجود وو چې په دغه موده کې په کراتو د ځینو بنسټونو او وګړو له لوري پر جنګي جرمونو تورن شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG