د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۱

دا ورځ؛ دوې لسیزې مخکې امریکا پر افغانستان د برید امر کړی و


امریکايي سرتیري
امریکايي سرتیري

له نننه شل کاله مخکې په دې ورځ د امریکا د متحد ایالاتونو د هغه وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش له سپینې ماڼۍ په سپینه ورځ خپل ولس ته وویل چې پر افغانستان یې حمله وکړه.

نوموړي ویلي و: "غرمه په خیر، زما په امر د متحد ایالاتونو ځواکونو عملیات پيل کړل د القاعده ترورستي ډلې پر روزنیزو کمپونو او په افغانستان کې د طالبانو د رژیم پر پوځي مرکزونو."

ولسمشر بوش زیاته کړه چې په دې برید کې بریتانیا هم ورسره مله ده او کاناډا، اسټرالیا، جرمني او فرانسې د ځواکونو د مرستې ژمنه ورسره کړې ده.

ښاغلي بوش څرګنده کړه چې تر څلوېښتو ډېرو هېوادونو په اروپا او اسیا کې استخباراتي اطلاعات ورسره شریک کړي دي.

دا حمله دوې اوونۍ وروسته تردې وشوه چې سپینې ماڼۍ له طالبانو چې هغه وخت پر کابل واکمنان وو، وغوښتل د ترهګرو د روزنې کمپونه په افغانستان کې بند کړي، د القاعده هغه مشران چې پر امریکا یې برید کړی دی ور وسپاري، خو طالبانو دا غوښتنې ونه منلې.

د امریکا ولسمشر جورج ډبلیو بوش خپل ولس ته په وینا کې ژمنه وکړه چې د دې حملو عاملان به ځپي
د امریکا ولسمشر جورج ډبلیو بوش خپل ولس ته په وینا کې ژمنه وکړه چې د دې حملو عاملان به ځپي

د القاعده مشر اسامه بن لادن چې د اتیایمې میلادي لسیزې په وروستیو کې یې له پاکستانه د وسله والو ترهګرو مشري کوله په ۱۹۹۱ میلادي کال کې سوډان ته ولاړ بیا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال بېرته افغانستان ته ستون شو.

د اسامه په مشرۍ دې ډلې د ۲۰۰۱ کال د سېپټمبر په ۱۱مه څلور مسافر وړونکې الوتکې برمته کړې په نیویارک کې یې د سوداګرۍ پر مرکز او په واشنګټن کې د دفاع وزارت له ودانۍ سره وجنګولې یوه الوتکه په پنسلوانیا کې ولوېده په دې حملو کې نژدې درې زره کسان ووژل شول.

د همدې ورځ په پای کې د امریکا ولسمشر جورج ډبلیو بوش خپل ولس ته په وینا کې ژمنه وکړه چې د دې حملو عاملان به ځپي: "ماښام په خیر، نن زموږ پر خلکو او د دوی د ژوند پر بڼې او زموږ پر ازادۍ برید وشو. یو لړ قصدي او وژونکي ترورستي بریدونه. د هغو کسانو پلټه روانه ده چې د دې ناوړه اعمالو تر شا دي. ما زموږ د استخباراتو ټولو سرچینو او د قانون پلي کوونکو سرچینو ته امر کړی دی چې دا مسوول کسان پیدا کړي او عدالت یې راکاږي."

د دوه زره لومړي کال د اکتوبر له اوومې وروسته په افغانستان کې جګړې شل کاله دوام وکړ، امریکایانو اسامه بن لادن په پاکستان کې وواژه، په افغانستان کې یې له طالبانو سره روغه وکړه، شرط یې دا کېښود چې له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره به اړیکې نه ساتي، طالبانو دا ژمنه واشنګټن ته ورکړه او امریکا خپل ځواکونه وایستل.

XS
SM
MD
LG