د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

د بریتانیا یوه وزیر د دوی د ځواکونو له‌خوا د ولسي افغانانو په وژلو اعتراف وکړ


ارشیف: په هلمند کې برتانوي ځواکونه د عملیاتو پر مهال
ارشیف: په هلمند کې برتانوي ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د بریتانیا د کابینې یوه وزیر د دغه هېواد د ځواکونو له‌خوا په افغانستان کې د ولسي وګړو په وژلو اعتراف وکړ.

په افغانستان کې د برتانوي ځواکونو له لوري د جنګي جرمونو د ادعاوو په اړه د څېړنو په دوام د پخوانیو پوځیانو په چارو کې د بریتانیا د دولت وزير جاني مرسر د سې شنبې په ورځ په یوه خپلواکه محکمه کې تایید کړه چې په افغانستان کې د برتانوي ځواکونو له خوا یو شمېر ملکي افغانان وژل شوي دي.

په ياده محکمه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې جاني مرسر وویل چې هغه په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ د برتانوي ځواکونو له‌خوا د افغان ملکي وګړو د وژل کېدو څخه سترګې نه‌شي پټولى.

میرسر پخپله په افغانستان کې یو له پخوانیو پوځیانو څخه و چې افغانستان ته یې د وروستي ځل لپاره په ۲۰۱۰ کال کې سفر کړى و.

خو نوموړي دغه څرګندونې د برتانوي افسرانو په ګډون د هغو سرچينو په حواله کړي چې ادعا يې کړې وه چې برتانوي ځواکونو په افغانستان کې د خپل ماموريت پر مهال بې ګناه افغانان وژلي دي.

نوموړي دغې محکمې ته د يادو سرچينو نومونه نه دي په ډاګه نه کړي.

مرسر په دې محکمه کې دا هم وویل چې که څه هم باور نه‌شي کولى چې برتانوي ځانګړو ځواکونو د شپې له لوري د خوب پر مهال افغانان وژلي وي، خو د ده په څېړنو کې داسې څه چې ورسره په ټکر کې ي ونه موندل.

نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې د یوې سرچینې په حواله ویلي چې له برتانوي ځواکونو څخه غوښتل شوي چې یوه غیر راجستر شوې وسله (هغه وسله چې د ناټو ځواکونو سره تړاو نه لري) له ځانه سره وړي ترڅو د هغه غير وسله وال افغان په څنګ کې يې کېږدي چې دوى وژلى .

په همدې حال کې د سیاسي چارو یو شنونکی طارق فرهادي په افغانستان کې د برتانوي ځواکونو له خوا په احتمالي قصدي جنګي جنایتونو نیوکه کوي او وايي: "د دې موضوع ژوروالی باید په افغانستان کې هم روښانه شي، احصائیه، څوک وو د سيمې معلومات، څومره خلک وو، په کوم کلي کې وو او څومره کليو ته زیان رسیدلی دی. په دې توګه به په حقيقت کې بريتانيا خپل مسووليت تر سره کړي او دغه عسکر چې په دې وژنو کې مجرم دي، ښايي ځينې يې قصدي هم وي، دا کار کړى وي که يې سلاح قصداً د خلکو تر څنګ پرېښي وي دا يو عمدي کار دى په دې چې مخکې له مخکې يشر فکر کړى چې بايد څه وکړي؟ "

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي
د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي

د نړیوالو اړیکو کارپوه داوود مایار هم د ملکي افغانانو پر وژلو نیوکه وکړه او په افغانستان کې یې د خپلو ځواکونو د جنګي جنایتونو په اړه د بریتانیا د تحقیقاتو په اړه وویل: "دا څرګنده ده چې موږ او تاسو د انسانانو ارزښت په پیسو نه تلوو، دا په افغانستان کې د دوی د جنایتونو د توجیه کولو هڅه ده، چې عملي بڼه نه لري."

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په افغانستان کې د برتانوي ځواکونو له لوري د وژل شویو افغان کورنیو له غړو د دغو قربانیانو د کورنیو نظر هم واخلي، خو بریالی نه شو.

خو تر دې وړاندې په ځينو ولايتونو کې د برتانوي پوځیانو له‌خوا د یو شمېر وژل شویو افغانانو کورنیو ازادي راډيو ته ویلي وو چې د بریتانیا حکومت باید د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي.

برتانوي ځواکونو د ناټو د ماموریت په چوکاټ کې ډېر د افغانستان په هلمند ولایت کې دندې ترسره کړې دي.

تر دې مخکې برتانوي ورځپاڼې ګارډین راپور ورکړی و چې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو په ۲۰۱۰-۲۰۱۳ کلونو کې شاوخوا ۸۰ افغانان له کومې محاکمې پرته وژلي دي.

ګارډین دا موضوع د هغو وکیلانو له قوله لیکلې وه چې د قربانیانو له کورنیو یې دفاع کوله.

په دغو تورونو کې ويل شوي چې برتانوي ځواکونو د شپې له‌خوا پر کورونو بريدونه کول، د وسلو او ماينونو د لرلو په ګډون په بېلابېلو پلمو يې خلک له کورونو ايستل او پر هغوى يې ډزې کولې.

ګارډین دا هم لیکلي چې د برتانیا د ځانګړو ځواکونو یوه سرتېري یوازې په افغانستان کې د خپل ماموریت په شپږو میاشتو کې ۳۵ افغانان وژلي دي.

تر دې وړاندې د اسټرالیا ځانګړي ځواکونه چې د ناټو په چوکاټ کې یې په افغانستان کې ماموریت ترسره کاوه، د ۳۹ ملکي افغانانو په وژلو تورن شوي وو.

XS
SM
MD
LG