د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

افغانستان کې د جنګي جنایتونو په تور یو اسټرالیايي سرتېری محاکمه کېږي


د افغانستان په جنوب کې اسټرالیايي ځواکونه د عملیاتو پر مهال. October 2, 2009
د افغانستان په جنوب کې اسټرالیايي ځواکونه د عملیاتو پر مهال. October 2, 2009

ټاکل شوې سبا په اسټرالیا کې د دې هېواد د ځانګړیو ځواکونو هغه سرتېری په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په تور په یوه محکمه کې ودرول شي چې په افغانستان کې د ښه خدمت په خاطر د اسټرالیا یو لوړ مډال هم ورکړل شوی دی.

د اسټرالیايي ځانګړیو ځواکونو سرتېری بن رابرتز سمیت چې په افغانستان کې یې د اسټرالیا د پوځي ماموریت په موده کې پنځه ځلې ماموریتونه ترسره کړي، د جنګي جنایتونو په تور سبا پنجشنبې د جون په لومړۍ نېټه محاکمه کېږي.

نوموړي ته د یوه اتل په څېر د ښکاره مېړانې په نوم د دې هېواد د پوځ تر ټولو لوړ مډال په ۲۰۱۰م کال کې د وسله‌والو طالبانو پر دوو سنګرونو د حملې په خاطر ورکړل شوی و.

د رویټرز د راپور له مخې نوموړی تورن دی چې په افغانستان کې یې په غیرقانوني توګه د شپږو افغانانو په وژلو کې لاس درلود.

د اسټرالیایي ځواکونو له‌خوا په افغانستان کې د ترسره شویو جنګي جنایتونو د ادعاوو څېړنه وروسته له هغې پیل شوه چې اسټرالیایي سیډني مارنینګ هرالډ، د ایج او کانبیرا ټایمز ورځپاڼو په ۲۰۱۸م کال په خپرو کړو مقالو کې سمیت تورن کړ چې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ یې د بې وسلې افغانانو په وړاندې د نه منلو له ځواک څخه کار اخیستی دی.

وروسته له هغې چې په ۲۰۲۰ م کال کې د یوه خپاره شوي راپور موندنو وښوده چې د اسټرالیایي ځانګړیو ځواکونو غړیو په افغانستان کې لسګونه بې وسلې افغانان وژلي، د دغو ځواکونو د کړو وړو په اړه په اسټرالیا کې بحثونه زیات شول.

د سمیټ په ګډون د اسټرالیا د پوځ ۱۰۱ سرتېرو ته مډالونه ورکړل شوي دي.

په افغانستان کې د اسټرالیا ځانګړي ځواکونه د تمریناتو پرمهال. 31Jul2002
په افغانستان کې د اسټرالیا ځانګړي ځواکونه د تمریناتو پرمهال. 31Jul2002

د اسټرالیایې رسنیو د راپورونو له مخې د اسټرالیا د پوځ لوی درستیز انګوس کمپبل له یو شمېر هغو اسټرالیایي سرتېرو د دغو مډالونو د بېرته اخیستو سپارښتنه کړې چې په افغانستان کې یې دندې ترسره کړي او په دې هېواد کې په غیرقانوني توګه د ملکي افغانانو او زندانیانو په وژلو تورن شوي دي.

هغه ویلي چې د اسټرالیا دفاع وزیر ته یې په یوه استولي مکتوب کې له یو شمېر تورنو سرتېرو د مډالونو د بېرته اخیستو سپارښتنه کړې او دا په دفاع وزیر پورې تړلې چې په دې اړه پرېکړه وکړي، خو د اسټرالیا د پارلمان یوه سناتور مالکولم رابرتز ویلي چې د پوځ له لوی درستیز څخه دې هم هغه مډال بېرته واخیستل شي چې د افغانستان د پوځي ماموریت په تړاو ورکړل شوی.

په ۲۰۲۰ کال کې د اسټرالیا ۳۹ سرتېري په جنګي جنایتونو تورن شوي چې ویل شوي د پوځ اوسني او پخواني ۲۵ سرتېرو یې په جدي جرمونو کې لاس درلود.

دغو سرتېرو پخپله جرمونه ترسره کړي یا یې هم له عاملانو سره په ترسره شویو جنایتونو کې مرسته کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG